په ژوندی پڼه خپرونه
    Антиправительственная демонстрация в Кабуле за отставку президента страны Ашрафа Гани

    د کابل مېشتو اعتراض شپږمې ورځې ته وغځېد

    © Sputnik/ D.Fuladi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8101

    دغو معترضینو اوس خپلو اعتراضونو ته د «بدلون خوځښت» نوم ورکړی او د اعتراض خیمې یې د ښار بیلابیلو برخو کې درولي دي.

    د پلازمینې کابل ښار په خورا مهمه او ډيپلوماټیکه سیمه کې د خونړي برید په باب د یو شمېر کابل مېشتو اعتراض شپږمې ورځې ته وغځېد.

    یو شمېر معترضینو وویل، چې د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

    د کابل ښار بهارستان کې د اعتراض خیمې مسوول امین امیني وایي، دوی به کله هم له اعتراضه لاس وانخلي او کابل ښار کې د خیمو درولو ته دوام ورکوي: « ټول ښار کې زموږ خیمې دي، شمېر یې له ۴ تر ۵ پورې رسېږي او ترڅو مو چې غوښتنې نه وي پوره شوي له حکومت سره هیڅ راز خبرې نه کوو»

    امیني زیاتوي، «د بدلون خوځښت» یو وګړنیز جنبش دی او هیڅ ګوند او سیاسي ډلې پورې تړاو نه لري او دوی یوازې وطنوالو ته د عدالت غوښتنې اعتراض کړی دی.

    ځینې نور غړي چې د کابل ښار په نورو سیمو کې یې خیمې درولي، هم وایي چې د دوی اساسي غوښتنو ترپوره کېدو پورې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

    د ولسمشر او اجرایه رییس ګوښه کېدل، د امنیتي څانګو چارواکو، د ملي امنیت شورا سلاکار او د کابل ګارنیزون قوماندان محاکمه د معترضینو اساسي غوښتنې دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی