په ژوندی پڼه خپرونه
    طالب جګړه مارانو د امریکایي پوځیانو پر ضد د «پسرلنيو عملیاتو» د پیل اعلان وکړ

    پخوانى والي: حکومت بايد له طالب سره هم د سولې لاره خپله کړي

    © AP Photo/ Rahmat Gul, File
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 155 0 0

    پخوانى والي او د حزب اسلامي غړى جمعه خان همدرد وايي چي د دوى مخالفت له شخص سره نه، بلکي د سولې له راوستو سره دى، ځکه ددوى ګټې په جګړه کي خوندي دي، د همدې جګړې له برکته دوى موقفونه او شتمنۍ ترلاسه کړي.

    پخوانى والي وايي چي د ځينو مشخصو کړيو مخالفت له شخص سره نه، بلکي د سولې له راوستو سره دى، ځکه ددوى ګټې په جګړه کي خوندي دي.

    همدرد دغه څرګندونې د غبرګولي په ١٧مه، د کابل د وروستيو پېښو په اړه په خپل يو پيغام کي کړې دي.

    هغه د کابل پر وروستيو پېښو خواشيني څرګنده کړه او د دې پېښو د قربانيانو کورنيو ته يې تسليت وړاندې کړى دى.

    نوموړي زياته کړې، تر يادو پېښو وروسته د کابل ښاريانو او مدني ټولنو د دغو پېښو د غندنې په موخه لاريون پلان کړ، خو ځينې حلقې ددې لپاره چي د ټانکر د بريد پېښه له خلکو هېره کړي، لاريون ته يې ځينې کسان دننه کړل او پر ارګ يې د يرغل هڅه وکړه.

    نوموړى د لاريون کوونکو د مسوولينو او د ځينو مشخصو کړيو د غوښتنو په اړه وايي چي دوى د يوه داسې چا د لرې کيدو غوښتنه کړې، چي د اوسني حکومت يواځينى چارواکى دى چي لاسته راوړنه لري.

    د يادونې ده چي د جمعيت اسلامي مشر صلاح الدين رباني د کابل د وروستيو پېښو په اړه د خپل دريځ اعلانولو پر مهال د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر په ګډون د ټولو امنيتي ادارو د مشرانو د بدلولو غوښتنه کړې وه.

    خو جمعه خان همدرد وايي چي د دوى مخالفت له شخص سره نه، بلکي د سولې له راوستو سره دي.

    هغه زياته کړې: ((دوى دا نيوکه هم کړې چي اتمر اجراييوي صلاحيت درلود او له حزب سره يې سوله لاسليک کړه، اتمر هغه څوک دى چي له حزب سره يې ناشونې سوله ممکن کړه؛ نو دوى ډارېږي چي نوموړي کي دا وړتيا شته چي د بشپړې سولې لپاره کار وکړي او سوله د دوى په زيان ده.))

    د نوموړي په وينا، که چيرې سوله وسي، نو د هېواد اقتصاد پياوړى کيږي، هېواد په ځان بسيا کيږي، خو ځينې مشخصې کړۍ دا سوله د ځان په زيان بولي، ځکه چي د دوى اوسنۍ بادشاهي له منځه ځي.

    هغه وايي چي ټول هېوادوال بايد د يو موټي او لوى افغانستان لپاره سره لاسونه ورکړي، خپلې غېږې پرانيزي څو په هېواد کي شته ناخوالو ته د پاى ټکى کيښودل سي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی