په ژوندی پڼه خپرونه
    د کابل غونډه

    د کابل ناسته پر پاکستان د شته بې باورۍ سره پاي ته ورسید

    ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 540 0 0

    د افغانستان د بهرنيو چارو وزرات سياسي مرستيال غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې د کابل په ناسته کې پر پاکستان فشار راوړل سو، څو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سيمې له هېوادونو سره همکاري وکړي.

    د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال او د کابل پروسې د ناستې تنظيموونکی حکمت خليل کرزی وايي، د کابل او اسلام اباد تر مينځ بې باورۍ دواړه لوري اندېښمن کړي دي.

    کرزي چې پرون ماښام يې د کابل د ناستې پايلې اعلانولې وويل، چې ياد کنفرانس له شته امنيتي ګواښ سره — سره تر سره سو، چې د حکومت لپاره لویه لاسته راوړنه بلل کیږي.

    ده زياته کړه، اوسمهال د طالبانو په پرتله له پاکستان سره د سولې خبرو اترو ته ډيره اړتيا ليدل کيږي.

    د کرزي په خبره د افغان حکومت مشرانو خپلې اندېښنې په څرګنده له پاکستاني لوري سره شريکې کړې، خو په وينا يې چې يوازې افغان حکومت د دواړو لوريو تر مينځ د بې باوريو له امله اندېښنې نه درلودې.

    ده وويل "پاکستان هم خپلې اندېښنې درلودې، خو مونږ ژمنه کړې، چې د يو درېيمګړي هېواد تر نظارت لاندې د دې اندېښنو په اړه له پاکستان سره خبرې وکړو" د بهرنيو چارو وزارت دې لوړپوړي چارواکي دغه راز وويل، چې پاکستان لا تر اوسه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هېڅ راز همکاري نه ده کړې، او د هغه لوري له خوا شوې ژمنې تل د پاڼې پر مخ پاتې سوې دي.

    له دې سره سره هم حکمت خليل کرزي د کابل وروستۍ ناسته له لاسته راوړنو ډکه وبلله او ټينګار يې وکړ، چې حکومت به ورته ناستو ته دوام ورکړي. د کابل د پروسې ناسته، د سه شنبې پر ورځ د ۲۷ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون په کابل کې جوړه سوې وه.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی