په ژوندی پڼه خپرونه
    Afghan police. (File)

    د ميدان وردګ خيالي پوليس څارنوالۍ ته معرفي شول

    © AFP 2017/ SHAH MARAI
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 69 0 0

    د دغه ولايت امنيې قوماندان وايي، د ميدان وردګ د جلرېز ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په چوکاټ کې ۱۳۵ خيالي پوليس شامل وو، چې له څېړنو وروسته له خپلو دندو ګوښه او څارنوالۍ ته ورمعرفي شوي دي.

    د ميدان وردګ ولایت امنيې قوماندان جنرال احمد فهيم قايم وايي،دغه کسانو له وړاندې د سيمه ييزو پوليسو په تشکيل کې ځای درلود خو په جګړو کې يې ګډون نه کاوه.
    نوموړی زياتوي، د دغه خيالي پوليسو د شموليت په تړاو د جلرېز ولسوالۍ د امنيې قوماندان په ګډون يو شمېر امنيتي چارواکي هم له خپلو دندو ګوښه او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
    دا په داسې کې ده، چې د جلرېز ولسوالۍ اوسېدونکو په ځلونو د سيمه ييزو پوليسو په نوم له ناامنيو شکايت کړی دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی