په ژوندی پڼه خپرونه
    Пакистанский военный в районе пакистано-афганской границы

    ځايي خلک: پاکستانیان دډیورنډ په کرښه دکټارو لړۍ راپیل کړې

    © AP Photo/ Muhammad Sajjad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 129610

    پاکستاني پوځيانوافغان سرحدي ځواکونوته ویلي چي دوی داکټارې دخپل حفاظت لپاره جوړوي ترڅوپه سرحدي خپل سنګرونه محکم کړي ،خونورخیال نلري.

    پاکستاني سرحدساتونکي پوځیانویوځل بیا دډیورنډ په کرښه دکټارو لړۍ راپیل کړې چي دالړۍ مخکې د دواړو هیوادونوپه خوښه بنده شوې وه.
    ځايي خلک وايي چي پاکستان د پکتیکا د برمل ولسوالۍ انګور آډې ته کټارې راوړي، او سرحدي پولیسو او خلکو ته یې ویلي چې پر ډیورنډ پوله یې د خپل ځان د حفاظت لپاره نصبوي.
    خوافغان ځواکونو اوځايي ولس یې په وړاندې راپاڅیدلی ،هغوی ورته ویلي چي ترڅوپورې دلوړو مقاماتوله خوا ورته دکارکولو امرنه شوي تاسوته به اجازه درنه کړو چي په دې سیمه کې دکټارو کارپیل کړي.
    یوه افغان سرچینه وايي چي د برمل اوسېدونکو هم د دې کار کلک مخالفت کړی، او په برمل کې مېشت امنیتي ځواکونه یې ستایلي او ژمنه یې کړې چې د دښمن خلاف به یې ترڅنګ ولاړ وي هغوی وايي چي پاکستان دا ځل کټارې او اغزن تار د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ انګور آډې سیمې ته راوړي چې د افغان ځواکونو له کلک مخالفت سره مخامخ شوي دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی