په ژوندی پڼه خپرونه
    حکمتیار

    ګلبدین حکمتیار:هېچا ته به د دې نظام د نسکورولو اجازه ورنه کړو

    © Photo/ ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9410

    حکمتيار وایي، موږ په دې حکومت کي برخه نه لرو، نه د مشارکت غوښتنه کوو، خو د جنګ په ختمولو کي د نظام بلا قيد او شرط په صادقانه توګه ملاتړ او همکاري کوو.

    د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار په کابل کې وروستی ترهګریز برید وغندلو او ویې ویل، په سیاسي نظام کې هر ډول بدلون باید له سوله ییزې او مناسبې لارې وي، د ټولو هېوادوالو او سیاسي لورو په خوښه وي؛ نه د یوې ځانګړي لوري له خوا.

    ګلبدین حکمتیار وویل، د نظام له نسکورولو سره موافق نه دی او هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړي.

    نن په کابل کې د حزب اسلامي په مشرۍ د دې ګوند امیر ګلبدین حکمتیار، حق او عدالت ګوند، ملي پیوند ګوند، د عالمانو شورا او یو شمېر مدني بنسټونو د بېلابېلو خبري غونډو پرمهال له ملي یووالي حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

    د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي چي د هېواد اوسنى نظام د يوه واقعيت په توګه مني، د دغه نظام کمزورى کول د هېواد او ملت په ګټه نه دى.

    حکمتيار دغه څرګندونې کابل ته تر ستنېدو وروسته د غبرګولي په ١٨مه په خپلې لومړۍ خبري غونډه کي وکړې.

    هغه زياته کړه چي د نظام د بدلون لپاره بايد په ګډه او ټولو خواوو ته د منلو وړ هلې ځلې وسي او د خلکو په موافقه په نظام کي بدلون راوستل سي.

    د نوموړي په وينا، پخوا چي د ځينو اشخاصو او کړيو له لوري د نظام د بدلولو هڅې سوې، دا تجربې ناکامې سوې دي.

    د حزب اسلامي مشر وايي، چا ته د دې اجازه نه ورکوي چي اوسنى نظام ړنګ کړي.

    نوموړي وړانديز وکړ، که د حزب اسلامي له پراخ نفوذ څخه استفاده وسي؛ نو جګړه ختمېدلى سي.

    حکمتيار وويل، هر هغه څوک چي په دې وخت کي د نظام د بدلون خبرې کوي، پوښتنه ترې کوي چي بديل يې څه دی؟ د جنګ دوام که د مخالفينو په لاس د کابل سقوط.

    هغه وايي: ((له شواهدو ښکارېږي، د کابل وروستيو پېښو کي چي سلګونو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته، د سولې له بهير سره تړاو لري، تر شا يې د سولې د دښمنانو لاس دى او د جګړې دوام غواړي.))

    د حزب اسلامي مشر د کابل له وروستيو امنيتي پېښو وروسته لاريونونو ته په اشارې سره وويل چي سوله ييز لاريون د هر افغان مسلم حق دی او ترې دفاع کوي.

    خو هغه زياته کړه، هغه چي له وسلو سره سړکونو ته راوځي، خپل زور ځواک خلکو ته ښيي چي له امنيتي ځواکونو سره د نښتو لامل کيږي او د خلکو سپکاوي کوي، فتنه ګري کوي او داسې پارونې کوي څو نور بالمثل غبرګون ته وهڅوي، دغه اقدامات چي د هر چا له لوري وي، په کلکه يې غندي.

    حکمتيار د ټاکنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کي وويل چي دوى غواړي په پارلماني او ولسشمريزو ټاکنو کي ګډون وکړي.

    خو هغه زياته کړه چي د ټاکنو يو داسې خپلواک کمېسيون جوړ سي چي ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی