په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنۍ: امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د تخار ولایت لپاره د طالبانو نومولی والي وواژه

    طالبانو یوه سیمه له پاڅون کوونکو نه و نیوله

    © AP Photo/ Allauddin Khan
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9501

    چارواکي وايي، چې د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش سيمه د ولسي پاڅون کوونکو په لاس کې وه، خو دا چې د ملي پوځ له لوري يې مرسته نه کېده، مجبور سوي چې پښې سپکې کړي او سيمه وسله والو طالبانو ته پرېږدي.

    د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي وايي، چې طالبانو تېره شپه د فارياب ولايت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ يوه مهمه سيمه نيولې ده.

    ولسي پاڅون کوونکي چې له سيمې را تښتېدلي وايي، تېره شپه طالبانو پرې بريد کړی، درې ولسي پاڅون کوونکي يې وژلي او دوه تنه نور يې ټپيان کړي دي.

    دوی وايي طالبانو په دې لړ کې درې استوګنيز کورونه هم سوځولي دي.

    په ورته وخت کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال جنت ګل کړوخيل بيا ويلي، چې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د شيخي کلي د سقوطيدو عاملين ولسي پاڅون کوونکي دي.

    دی وايي، ولسي پاڅون کوونکي، د دې لپاره چې له حکومته امتياز واخلي خپلې سيمې طالبانو ته پرېږدي.

    د کړوخيل په خبره، په تشکيلکې ورسره د ملي پوځ دومره سرتيري نشته، چې په فارياب کې يې د هر کور په دروازه کې ودروي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی