په ژوندی پڼه خپرونه
    پاکستاني بندیزونه

    د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته

    © REUTERS/ Faisal Mahmood
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 48010

    ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکي د قزاقستان پلازمېنه استانه کي د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو ناستې په څنډه کي د چین د ولسي جمهوریت جمهور رئیس سي ‌جین پینګ سره وکتل.

    د چين ولسمشر د دې ترڅنګ چي د شانګهاى د همکاريو سازمان کي د افغانستان د دايمي غړيتوب د غوښتنې په اړه مثبت نظر څرګند کړ، وايي، هېواد يې چمتو دی چي د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړه کړي.

    له ارګ څخه خبریال ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلی په دې کتنه کي دواړو لورو د بېلابېلو او پام وړ مسایلو لکه، د رهبرۍ او اړوندو ادارو په کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي مشورو د دوام او زیاتوالي او همدارنګه د امنیتي همکاریو، تروریزم سره د مبارزې، د سولې او ثبات د تامین، د اقتصادي او سوداګریزو دوه اړخیزو او سیمه ییزو همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

    ولسمشر غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کي د چین د دولت او خلکو د ملاتړ مننه وکړه او دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د مناسباتو د پراختیا په تداوم او د اړیکو په لا ټینګښت ټینګار وکړ.

    د چین جمهور رئیس، د هېواد د وروستېو پېښو په تړاو د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب او همدارنګه د افغانستان دولت او خلکو سره د چین د دولت او خلکو ملاتړ او پیوستون جمهور رئیس غني او د افغانستان خلکو ته څرګند کړ او تروریزم یې د سیمې او نړۍ ګډ دښمن وباله.

    د چین د خلکو جمهور رئیس شي ‌جین پینگ د افغانستان دولت او خلکو ته د کابل پروسې ناستې د ترسره کيدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، دا کنفرانس په بریاليتوب ترسره سو.

    هغه زیاته کړه، د چین استازي په یاد کنفرانس کي فعاله ونډه درلوده او د چین دولت د افغان دولت په مشرۍ د دې بهیر ملاتړ کوي.

    نوموړي همداراز د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کي د جمهور رئیس غني ګډون مهم وباله او زیاته یې کړه: "موږ په دغه سازمان کي د افغانستان د رول ملاتړ کوو او غواړو چي له افغانستان سره د دغه سازمان تعامل زیات سي."

    هغه زیاته کړه، د چین دولت د شانګهای د همکاریو سازمان کي د افغانستان د دایمي غړیتوب د غوښتنې په اړه مثبت نظر لري.

    د چین جمهور رئیس د چین او افغانستان اړیکو ته په اشارې وویل، چین او افغانستان په بېلابېلو برخو کي له یو بل سره همکار دي او دا همکارۍ به په راتلونکي کي لا زیاتې سي.

    د ده په وينا، هېواد یې د افغانستان د دولت په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي او چمتو دی چي د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړه کړي.

    هغه همداراز جمهور رئیس غني ته د افغانستان حکومت او د حزب اسلامي ترمنځ د سولې د بریالیتوب مبارکي وویله.

    نوموړي د "یو کمربند یوې لارې" طرحې په چوکاټ کي د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ته په اشارې وویل، چین لېواله دی، چي د اوسپنې پټلۍ، د بندونو جوړولو او د برېښنا پروژو د تطبیق، سړکونو او مسکن او همداراز د چین بازارونو ته د ځانګړو افغاني توکو صادرولو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي او اقتصادي اړیکي لا پراخه سي.

    ولسمشر غني له افغان دولت او خلکو سره د چین د جمهور رئیس د خواخوږې او یووالي مننه وکړه او دغه راز یې د کابل پروسې ناستې څخه د چین د ملاتړ او په دې ناسته کي د ګډون په موخه د دغه هېواد د استازي استولو قدرداني وکړه.

    نوموړي د اوسپنې پټلیو جوړول چي د افغانستان له لارې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه چین له ایران او د چین اقتصادي دهلیز له منځنۍ اسیا ــ د اسیا لویدیځ سره نښلوي، د سیمه ییزې همپالنې په تېره د ترانزیتي او تجارتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټور وباله.

    ده زیاته کړه، اوسمهال د چین او افغانستان او اړونده هېوادونو ترمنځ په دې برخه کي د مشخصو پروژو په اړه د توافق او عملي اقداماتو وخت رارسېدلی دی.

    ولسمشر په سیمه کي د تروریزم خطر ته په اشارې وویل، دا پدیده د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو لپاره جدي او ګډ ګواښ دی او اړتیا ده چي د ټولو تروریستي ډلو پر ضد له ښه او بد تفکیک پرته ګډه او جدي مبارزه وسي.

    هغه څرګنده کړه، اوس شل بین المللي تروریستي ډلو افغانستان هدف ګرځولی چي د هغوی اصلي موخې د چین ولسي جمهوریت په ګډون د سیمې هېوادونو پر ضد د تروریستي بریدونو ترسره کول دي.

    ده زیاته کړه، دا مهال د افغانستان او چین په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو په مقابل کي د تروریزم ګډ تهدید او خطر نوې بڼه اختیار کړې ده او له دې امله لازمه ده چي د سیمې هېوادونه د یوې واحدې ستراتیژۍ له مخې د دې شومې پدیدې د مهار او نابودۍ په برخه کي عاجل او عملي اقدامات وکړي.

    غني د سولې په اړه څرګنده کړه، لکه څنګه چي موږ پخوا د سولې د تامین لپاره واضح اراده لرله، اوس هم طالبانو سره پخلاینې او پاکستان سره سولې ته تیار یو او دا موضوع د کابل پروسې کنفرانس کي هم مطرح سوه، اما په دې برخه کي ټینګ تعهد او د سیمې همکاري لازمه ده.

    د چین جمهور رئیس موافقه وکړه چي دواړه هېوادونه باید د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو په برخه کي په دوه اړخیزه، درې اړخیزه او څو اړخیزه کچو خپل تماسونه او مشورې پیاوړې کړي او هغه د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ او همدارنګه د عملي همکاریو او د اعتماد د ایجاد لپاره ضروري وګڼل.

    ده وویل، افغانستان له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کي قرار لري او توافق وشو چي د تروریزم د نابودۍ او له هغه سره د مبارزې په موخه باید سیمه ییزه او بین المللي همغږي او همکاري رامنځته سي.

    نوموړي په زېربنایي او انکشافي برخو کي د افغانستان حکومت کوښښونه وستایل او د مسکن، نوري فایبر شبکي او اورګاډي کرښې ایجاد څخه یې چي د چین او افغانستان تر منځ د اړیکو د پراختیا لامل کيږي، ملاتړ وکړ.

    شي جین پینګ وویل، هېواد یې تیار دی چي له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اړتیا وړ وسایلو د تجهیز او همدارنګه تروریزم سره د موثرې مبارزې لپاره د تجهیزاتو برابرولو په برخه کي چي د دواړو هېوادونو لپاره په جدي او لوی تهدید بدل شوی دی، همکاري وکړي.

    د دواړو هېوادونو جمهور رئیسانو توافق وکړ چي د عمده مسایلو په اړه په دوه اړخیزه او د سیمې په کچه خپل نږدې تماسونه دوامدار او خوندي کړي.

    د دواړو هېوادونو د مشرانو له کتنې وروسته په جلا پروګرام کي د هېواد د جمهور رئیس په حضور کي د شېرخان بندر- هرات د اورګاډي کرښې جوړولو او د کابل — کنړ حوزه کي د برېښنا پروژې د تطبیق برخو کي د همکارۍ دوه تفاهم لیکونه په چین کي د افغانستان د سفیر جانان موسی زي او د پل کمپنۍ او چین شرکت د مرستیال پنګ شیاوجون تر منځ لاسلیک سول.

    د همکارۍ د یادو تفاهم لیکونو په اساس د امکان سنجي د مطالعاتو د ترسره کولو او د شېرخان بندر — هرات د اورګاډي کرښې د تطبیق طرحې برابرولو کار چینایي کمپنۍ چي زېربنایي چارو کي ارزښتناکي تجربې لري، په ۱۲ میاشتو کي ترسره کوي او د دې پروژې د مطالعاتو او امکان سنجي کار به د یادې کمپنۍ په لګښت ترسره شي.

    همدارنګه په پام کي ده د یاد تفاهم لیک مطابق د کابل — کونړ حوزه کي د برېښنا پروژې طرحه او تطبیق د یادې کمپنۍ له لوري ترسره او په شپږ میاشتو کي بشپړ شي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی