په ژوندی پڼه خپرونه
    Сборная Афганистана по крикету в Кабуле

    د افغان او ایرلینډ کرېکټ بورډو ترمنځ سیالۍ لغوه شوي

    © AFP 2017/ Aref Karimi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 19511

    د ایرلینډي کرېکټ بورډ ویلي، افغان کرېکټ بورډ د دوی له خوا راتلونکې جولای میاشت کې د ۳ پنځوس اوریزه لوبو کرېکټ سېریز وړاندیز نه دې منلی.

    د دغه هېواد کرېکټ بورډ ویاند کرېک انفو سره په خبرو کې ویلي، افغان کرکټ بورډ د ایرلینډ کرېکټ بورډ له‌خوا په راتلونکې جولای میاشت کې کېدونکې سیالۍ د افغانستان د پنځم پړاو ۲۰ اوریزه، شپږیزه ټورنامنټ د مهالوېش سره د ټکر له کبله لغوه کړي دي.

    دغه ایرلینډي چارواکي زیاته کړې ده، چې هڅه یې داوه ترڅو خپلې کرېکټ ملي لوبډلې او لوبغاړو ته د نږدې سیال افغان کرېکټ ټیم خلاف په خپل کوربتوب ۳ نړیوالې ۵۰ اوریزه سیالۍ برابرې کړي.

    د نوموړي پر وینا، ایرلینډ او افغانستان په وروستیو کې په ایرلینډ او هندوستان کې ښې کرېکټ سیالۍ ترسره کړې او په کار ده، چې د دواړو هېوادونو کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لوبو دغه لړۍ دوام وکړي.

    د نوموړي پر وینا، دا چې افغانستان د ۵۰ اوریزه لوبو له‌پاره د دوی وړاندیز عملي نه کړی شو، خواشیني دي؛ خو تمه لري، په راتلونکې کې دغو سیالیو ته بله نېټه برابره کړي.

    افغانستان او ایرلینډ د وروستي ځل له‌پاره په هندوستان کې ۲۰ اوریزه، ۵۰ اوریزه او د کرېکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې انټرکانټینیټل جام لوبې ترسره کړې، چې افغانستان په کې برلاسې و.

    د یادونې ده، چې افغان کرېکټ ملي لوبډله د انګلستان ایم، سي، سي کرېکټ لوبډلې خلاف د جولای په ۱۱ نېټه د کرېکټ کور لوبغالي (لارډز) کې د کرکټ ۵۰ اوریزه نمایشي سیالۍ کوي او ایرلینډ غوښتل افغانستان سره د سیالیو له‌پاره له دغه چانس ګټه پورته کړي.

    دغه راز د ناتایید شویو راپورنو له مخې، ښایي دغه سیالۍ په کابل کې د وروستیو امنیتي پېښو او د پاکستاني لوبغاړو د منع کېدو له کبله د ګډون کوونکو لوبډلو د بهرنیو لوبغاړو د شمېر نه برابرېدو له وجې د راتلونکې جولای میاشتې ۱۸ نېټې په ځای د روان کال سپټمبر میاشتې ۱۱ نېټې ته وځنډول شي.

    خو افغان کرېکټ بورډ تراوسه د پنځم پړاو شپږیزې د ځنډیدو او له ایرلینډ سره د وړاندیز شویو ۳ نړیوالو پنځوس اوریزه لوبو د لغوه کېدو په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

    دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د وروستیو امنیتي پېښو له کبله افغان کرېکټ بورډ له پاکستان سره د تېرې میاشتې ټول تړونونه او دوستانه سیالۍ هم لغوه کړلې.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی