په ژوندی پڼه خپرونه
    پکتیا کې د روژه مات پر مهال بريد سوی

    پکتیا کې د روژه مات پر مهال بريد سوی

    © AFP 2017/ STR
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 177 0 0

    په دې بريد کې درې تنه لمونځ کوونکي وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.

    په وژل سويو کې د پکتيا د استيناف څارنوالي ځوان څارنوال عبدالله شاه وطنپال هم شامل دى چې په وروستيو کې يې خپلې زده کړې په هند کې بشپړې کړې وې.

    وسله والو د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې پر يوه جومات د روژه مات پر مهال بريد کړى او يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

    د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وایی چې دا بريد پرون ماښام د روژه ماتي پر مهال د ګردېز ښار اړونده د زاهو په سيمه کې سوى دى.

    هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې درې تنه لمونځ کوونکي وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.

    حسرت وايي چې وسله وال په يوه سراچه موټر کې يادې سيمې ته ورغلي وو او له بريده وروسته تښتېدلي دي.

    د کورنيو چارو وزارت هم د يادې پېښې پخلى کوي او وايي چې په بريد کې درې تنه وژل سوي او ٩ تنه نور ژوبل سوي دي.

    تر اوسه پورې کومې ډلې د بريد مسووليت نه دى منلى.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    پکتیا کې د قومونو ترمنځ د غره پر سر شخړې شوی
    پکتیا کې د حقاني ډلې ۴ قوماندانان ووژل شول
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی