په ژوندی پڼه خپرونه
    د هند لومړي وزیر:چمتو یوو افغانستان سره همکاري وکړو

    د هند لومړي وزیر:چمتو یوو افغانستان سره همکاري وکړو

    © Photo/ Ajmal Tareen
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 745 0 0

    هند، موږ چمتو یوو چې له خپلو شریکانو په ځانګړي ډول امریکا سره په همغږۍ افغانستان سره د سولې او ثبات په تامین کې همکاري وکړو.

    د هند لومړي وزیر د وروستیو تروریستي پېښو له امله جمهوررئیس غني او افغانانو ته د هند د دولت او خلکو په استازیتوب همدردي څرګنده کړه.

    د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني چې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو غونډه کې د ګډون په خاطر په دوه ورځني سفر د قزاقستان پلازمینې استانې ته تللی و، پرون شپه بېرته هېواد ته راستون شو.

    د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې وروسته د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د هند لومړي وزیر نرېندرامودي سره وکتل.

    د هند لومړي وزیر د "کابل پروسې" کنفرانس په اړه وویل، یاد کنفرانس په بریالیتوب ترسره شو، موږ د افغانستان دولت په مشرۍ له دغسې کنفرانسو هر اړخیز ملاتړ کوو.

    هغه زیاته کړه موږ چمتو یوو چې له خپلو شریکانو په ځانګړي ډول امریکا سره په همغږۍ افغانستان سره د سولې او ثبات په تامین کې همکاري وکړو.

    هغه د جمهوررئیس غني په مشرۍ د حکومت کلکه اراده وستایله وې ویل، تاسې په سختو شرایطو کې خپلو خلکو او دولت ته ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

    جمهوررئیس غني د افغانستان دولت او خلکو سره د هند د لومړي وزیر له همدردۍ مننه وکړه او هند یې د افغانستان دوست هېواد وباله.

    هغه د افغانستان دولت او خلکو سره د هند دوامدارې همکارۍ او د "کابل پروسې" څخه ملاتړ وستایه.

    د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او هند ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او اړیکو په لا پراختیا ټینګار وکړ.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    هند او پاکستان د شانګهای سازمان غړیتوب ترلاسه کړ
    هند د شانګهای سازمان غړیتوب ته په بشپړه توګه چمتو دي
    د شانګهای د ټولنې د پراختیا په څپو کې باید نه یوازې هند او پاکستان، بلکې ایران هم شامل شي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی