په ژوندی پڼه خپرونه
    ولسي جرګه: ځوانان د نامشروع موخو لپاره کارول کیږي

    ولسي جرګه: ځوانان د نامشروع موخو لپاره کارول کیږي

    © AP Photo/ Rahmat Gul
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 62 0 0

    د ولسي جرګې غړي وايي، په خیمو کې نه کوم مدني فعال شته او نه هم کومه مهمه سیاسي څېره یوازې هغه کسان هلته ناست دي، چې د ورځې تېرولو لپاره بل ځای نه لري.

    د ولسي جرګې غړي وايي، حکومت دې په کابل کې ددرول شوو خیمو په اړه جدي اقدام وکړي.

    د ولسي جرګې غړي وايي، د کابل د پېښې د شهیدانو له وینو څو سیاسي څېرې ناوړه استفاده کوي او په کابل کې یې د زرګونه کسانو ژوند له سختیو سره مخ کړی دی.

    دوی پر حکومت نیوکه وکړه چې ددغو کسانو پر وړاندې پټه خولی دی.

    وکیلانو په کابل ښار کې روان اعتراضونه غیر قانوني وګڼل او هغه یې د څو کسانو له لوري د امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره یوه هڅه وبلله.

    ددوی په وینا، هغه کسان چې پر حکومت فشار راوړي، چې څوکۍ تر لاسه کړي له ځوانانو استفاده کوي او په دغه ډول نامشروع لارو پر حکومت فشار راوړي.

    ځینې وکیلان دا هم وايي، چې ځينې استخباراتي کړۍ هڅه کوي د کابل د خونړي برید د هېرولو لپاره دغه ډول حرکات تر سره کړي، چې په دې مینځ کې ځينې ځوانان په ناخبره توګه ددوی د پلانونو ښکار سوي دي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    ولسي جرګه: له امنیتي چارواکو ځواب غواړو
    څوک به بریالي سي؟ الکوزي شرکت یا ولسي جرګه
    ولسي جرګه: داعش خطرناکه لوبه ده
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی