په ژوندی پڼه خپرونه
    ارګ: پاکستان ژمنه کړي چې تیري تیروتني به بیا نه تکراروي

    ارګ: پاکستان ژمنه کړي چې تیري تیروتني به بیا نه تکراروي

    © AFP 2017/ Ishara S.Kodikara
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 51410

    د ارګ ویاند نجیب الله ازاد وایي، ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف په دې سره موافقه سوي، چې د چین، امریکا، پاکستان او افغانستان په ګډون څلور اړخیزې غونډي بیا پیل کړي، تر څو پاکستان د خپلو امکاناتو سره سم د تروریزم سره مبارزه وکړي.

    افغانستان یو ځل بیا د پاکستان سره د سولي په اړه د څلور اړخیزو غونډو په جوړولو موافقه کړي.

    یاده موافقه کې تیره ورځ افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سره کړي، خو دا معلومه نه ده، چې د غونډي به څه وخت پيل سي.

    د ارګ ویاند نجیب الله ازاد وایی، چې پاکستان دا خپل کلک تصمیم لري، چې خپلو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي او پاکستان ژمنه کړي چې تیري تیروتني به بیا نه تکراریږي.

    افغانستان په دې وروستیو کې د پيښو په زیاتوالي سره پاکستان ته خبرداری ورکړی وو، چې باید د تروریزم سره مبارزه وکړي، چې کومه بله لاره نه لري، کني د له بدو پایلو سره به مخ سي.

    په یادو څلور اړخیزي غونډې کې چې چین، امریکا، پاکستان او افغانستان ګډون لري، پنځه غونډي یې مخکي هم سوي دي، چې اخري یې تیر کال د غوایي د میاشتي په پای کې په اسلام اباد کې جوړه سوه، چې یوي غونډي یې هم کومه نتیجه ورنه کړه.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    هند او پاکستان د شانګهای سازمان غړیتوب ترلاسه کړ
    په امريکا کې د پاکستان پر سفير ملندې وهل (ويډو)
    پوتین به په استانه کې د پاکستان لومړي وزیر سره وګوري
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی