په ژوندی پڼه خپرونه
    ارگ کې د شهیدانو لپاره د قران کریم د ختم مراسم جوړ شو

    ارگ کې د شهیدانو لپاره د قران کریم د ختم مراسم جوړ شو

    © Photo/ Ajmal Tareen
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6 0 0

    جمهوررئیس او ټولوګډون‌ کوونکو د وروستیو تروریستي پېښو شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د روغتیا او په هېواد کې د پایداره سولې او ثبات د تامین دعا وکړه او د دغو تروریستې پېښو د قربانیانو کورنیوته یې د خدای تعالی په دربار کې د صبر هیله وکړه.

    د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین په هېواد کې د وروستیو پېښو د شهیدانو روح ته د دعا او د قران کریم د ختم په مراسمو کې چې د ارګ په جامع جومات کې جوړ شوي و، ګډون وکړ.

    په دغه مراسمو کې پر جمهوررئیس غني سربېره، د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني جمهوررئیس حامد کرزي، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیرمحمدخان، لوی څارنوال فرید حمیدي، د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئیس قیام الدین کشاف او ددغې شورا یو شمېر غړو، یو تعداد وزیرانو، د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي او ددغې شورا غړو، د سترمحکمې د عالي شورا او د جمهوررئیس یو شمېر سلاکارانو، د ملي شورا، د وسله‌والو ځواکونو جنرالانو، منسوبینو او د هېواد یو شمېر سیاسي او ملي شخصیتونو ګډون کړی وو.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی