په ژوندی پڼه خپرونه
    کورنیووزارت: استخبارات کړۍ په افغانستان کې مذهبي اوقومي اختلافات رامنځ ته کوي

    کورنیووزارت: استخبارات کړۍ په افغانستان کې مذهبي اوقومي اختلافات رامنځ ته کوي

    © Photo/ U.S. Army
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 31 0 0

    د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چي جګړه اوس دننګرهار،کنړ،نورستان ،څخه بدخشان،کندز اوتخارته نقل شوې چي دهمدې ترمینځ یوه نوې پرده ایجاد شوي ده خدای خبر چي دابه څرنګه جګړه وي.

    د یاد وزارت معین مراد علي وايي چي جګړه دجګړه مارو دنويښت اوځانګړو پیلویانوپه ترلاسه کولو سره چي قاچاق،معدن اوځیني نور امتیازاتوسره یوه نوي فصل ته داخلیږي.

    نوموړي دیوې اوږدې مرکې په مهال چي له شفقناویب پاڼې سره په پاړسي کړي وايي چي ځیني استخبارات کړۍ په هیواد کې مذهبي،سیمیزاوقومي اختلافات رامنځ ته کوي ددې لباره چي حکومت ناکام وښيي دپولیسو اوملت ترمنځ واټن اجابوي ،هغه وویل چي پولیسوته تر۶سوه زیات موټرورکړل شوي ولي هغه دفاعي سیسټم نسته چي دهغوی په نیمګړتیارامنځ ته کولو دلالت کوي.

    د داخله چارو معین مرادعلي وايي چي دوی په یوه سخته ازمویښتي ماحول کې راګیردي کیدای شي تردې وړاندې داسي حالت نه وي راغلي.

    داپه داسي حال کې چي دهیواد په سیاسي نظام کې ځیني کړیو دبغاوت سر راپورته کړی ،څو اوونۍ وړاندي احمدضیا اوپدرام موجوده ګډه حکومت ناقابله اوبې کفایت وګڼلو چي دې سره دکابل ښارچاودنه وشوه دهغې څخه په استفادي ېي لوی لاریون رامنځ ته کړچي غوښتنه یې داشرف غني اوعبدالله په ګډون دځيني حکومت مشرانو له واکه لیرې کیدل و،چي دې سره یې یوه شخړه رامنځ ته کړه خوهغې شخړې څخه هدف دپولیس او ولسي خلک ترمنځ واټن رامنځ ته کول ولکه څرنګه چي مرادعلي ورته اشاره کړې ،خواوس یې دکابل په ښارکې دځینوکړیوپه مټ په لویولارو اوچوکونوکې داعتراض کونکوپه نوم خیمې وهلي چي همدا دپولسو اوځايي خلکو ترمنځ دیوې نوې شخړې بل باب دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی