په ژوندی پڼه خپرونه
    د کابل ښار لاریون کوونکې پرخپل غوښتنوټینګار کوي

    د کابل ښار لاریون کوونکې پرخپل غوښتنوټینګار کوي

    © Sputnik/ Mina Naderi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 72 0 0

    د دغه لاریون کوونکو ویاند، چې که حکومت د دوی د غوښتنو سره سم د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر ګوښه نه کړي دوی اړ دي چې د خپلو غوښتنو منلو په موخه یو سیاسي مرکز جوړ کړي.

    په کابل ښار کې د تېرې اوونۍ خونړي برید وروسته ځينو اوسيدونکو پر حکومت د نیوکو او له خلکو سره د غمرازۍ په پار په لاریون لاس پورې کړ، چې وروسته بیا په تاوتریخوالي واوښت.

    له هغه وروسته اعتراض کوونکو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې خیمې ولګولې، چې د دوی د دغو اعتراضي خیمو موده نن نهمې ورځې ته ورسيد.

    د دغه لاریون کونکو د غورځنګ ویاند رامش نوري وایی" که د اعتراض کوونکو غوښتنې ونه منل شي موږ به یو بل شکل سره یو سیاسي مرکز جوړ کړو چې په دې برخه کې به موږ د سیاسي ګوندونو او نورو سیاسي خوځښتونو سره د بدلون خبرې وکړو"

    نوري زیاتوي، چې دوی له حکومت سره خبرې نه کوي او یوازې تېره ورځ يې د ولسي جرګې له یو شمېر غړو سره د لیدنې پرمهال د یوې ورځې ملي ماتم اعلانول وو چې هغه غوښتنه يې ومنل شوه.

    په همدې حال کې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې یوشمېر وکیلانو وویل، چې اعتراض کوونکي باید خپلې غوښتنې په داسې کچه مطرح کړي چې د منلو او اجرا وړ وي.

    د ولسي جرګې غړی انجینر ذکریا ذکریا وايي:

    " لاریونونه او مدني حرکتونه چې د یموکراسۍ تمیثل دی دی باید د دیموکراتیک نظام پلویان وي او غوښتنې هم باید په داسې کچه نه وي د منل نه وي او ګډوډ رامنځته کړي".

    د ولسي جرګې د ولسي جرګې غړي له حکومته غواړي چې ډير ژر دې د اعتراض کوونکو سره هوکړې ته ورسیږي او د دوی تحصن دې پای ته ورسوي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی