په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکايي ځواکونو له افغان لورۍ نه بخښنه غوښتې

    امریکايي ځواکونو له افغان لورۍ نه بخښنه غوښتې

    © AFP 2017/ Sam Yeh
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 71202

    امریکايي چارواکي وايي، افغانستان کي یې دېره هوايي ځواک په تېروتنه لږ تر لږه دوه افغان پولیس وژلي دي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

    امریکايي ځواکونو په یوه اعلامیه کي د هلمند نادعلي کي په تېروتنه د دوی هوايي ځواک بمبارۍ کي د افغان سرحدي سر تېرو وژل کيدو پېښې په اړه بخښنه غوښتې او ویلي یې دي، چي څېړنه یې پیل کړې ده.

    ویل کيږي په هلمند کي کي د ګډو عملیاتو پر مهال د امریکايي الوتکو بمبارۍ کي دغه پولیس وژل سوي دي.

    چارواکي وایي بريد تېره شپه يوولس نيمې بجې د نادعلي ولسوالۍ په اړوند ترکو پېچ سيمه کي یوی، چي له امله يې دوه پولیس وژل سوي او شپږ نور ټپیان دي.

    په هلمند کي د سرحدي پوليسو يوه سرچينه، چي نه غواړي نوم يې واخيستل سي وايي، وژل سوي پوليس تازه په بمبارد سوې پوسته کي ځای پر ځای سوې وو، چي هوايي بريد پرې سوې دی.

    سرچينه وايي، افغان ځواکونو ياده پوسته له وسله والو مخالفينو نيولې وه.

    افغان چارواکي نه وايي، چي بريد چا کړی؛ خو يو شمېر سرچينو ويلي، چي په پېښه کي ۸ پوله ساتي پوليس وژل سوي او ۱۶ نور ټپيان دي.

    د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا د ور رسېدلو معلوماتو پر بنسټ ويلي، چي په سيمه کي نظامي عمليات روان و او د سرحدي ځواکونو په پوسته کي د وسله والو مخالفينو له خوا توغول سوی راکټ لګېدلی دی.

    د پېښې ټپيان روغتونونو ته لېږدول سوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښوودل سوی دی

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی