په ژوندی پڼه خپرونه
    پرون مو د روسیې نابودي غوښته خو نن  ملاتړ کوو

    پرون مو د روسیې نابودي غوښته خو نن ملاتړ کوو

    © Flickr/ ResoluteSupportMedia
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 45610

    داسلامی نړۍ داتحادیې غړی محمود الصباح وايي، چي اوس هم ډیری هغه هیوادونه چي پخوا یې د روس نابودي غوښته اودامریکا په څنګ ولاړ ودهغوی دپالیسي مرسته یې کوله نن له روسيې سره ملاتړې دي

    محمود الصباح دعربي چینل سره په خبري مرکه کې ویلی،دامریکا اومتحدینو پرلسپې پوځي بهیراو یرغلیزفکر په اسلامي نړۍ کې سترناورین رامنځ ته کړی خو نوریې اسلامي نړۍ هیوادونه دې ته اړ کړي چي روسیې ته لاس ورکړي اودامریکا په وړاندې مخالفت څرګند کړي.

    الصباح وايي چي عربي نړۍ کې دومره اوږ ناور رامنځ ته کړی چي اوس دکور دوه غړي یوپه بل باندې باورنلري ،اویوبل ته دشک په سترګه ګوري.

    د هغه په خبره، دسوریې ،عراق اولبنان برخلیک اوس دپاته عربي هیوادونو ته متوجه دي چي کله به له دې خونړي حالت سره مخ شي.

    نوموړی وايي چي په مصر،ترکیه ،پاکستان اوسعودي کې اوس دهغو حکومتونو په وړاندې داسي خنډونه راولاړ کړي چي یوپه بل پسې ونړوي اویا یې په برخو ووېشي.

    د الصباح په آن چي دافغانستان جګړه به په یوه داسي حالت واوړي چي نوربه نړۍ په دوه برخې ووېشي،یوه خوابه د روس اوبله به دامریکا ملاتړشي چي همدابه دنړۍ والې جګړې لومړی پړاو وي.

    داپه داسي حال کې چي روسيې له قطرسره هراړخیزه مرسته اعلان کړه اودهغوی په وړاندې بندیزونه یې غیرقانوني وګڼل د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د بحران په غلبې کې د روسیی د مرستو څخه مننه وکړه، چې قطر ته نږدې سیمې هیوادونو د اړیکو د قطع کولو په پایلو کې رامنځته شوي نوموړی د روسیی د بهرنیو چارو د وزیر سرګی لاوروف سره په غونډه کې وویل: «غواړم د روسیی د حکومت څخه مننه وکړم، چې مونږ ته یی د مرستو وړادیز په داسې وخت کې وکړ چې د قطر په وړاندي غیر قانوني اقدامات نیول شوي. زه په رښتيا سره زموږ د دواړو هیوادونو تر منځ د همکاریو څخه قدرداني کوم.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی