په ژوندی پڼه خپرونه
    غني: ملي شورا په دې شرایطو کې د یووالي غږ لوړ کړي

    غني: ملي شورا په دې شرایطو کې د یووالي غږ لوړ کړي

    ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 118 0 0

    محمداشرف غني له ملي شورا څخه وغوښتل چې په دې شرایطو کې د ملت کور څخه د وحدت او یووالي غږ لوړ کړي.

    د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د ولسي جرګې د شخړو د حل کمیسیون له غړو سره ،چې وروستیو ستونزو ته د حل لارې موندلو په موخه جوړ شوی دی، وکتل.

    په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي خبرې وکړې وې ویل، ملي شورا د قانون جوړونکي بنسټ په توګه د ملت او دولت پر وړاندې د ملي پېښو په اړه مسووله ده او په کابل کې له وروستۍ تروریستي پېښې وروسته یې دغه کمیسیون ایجاد کړی، چې په ترکیب کې یې د هېواد د ۳۴ ولایتونو استازي شامل دي.

    هغه زیاته کړه، یاد کمیسیون له خپل منځ څخه دوه پلاوي انتخاب کړي چې یو له دې پلاویو څخه له معترضینو او حکومت سره د خبرو کولو دنده اخیستې ده.

    د ولسي جرګې رئیس وویل، کمیسیون له معترضینو سره لیدلي او هغوی خپل مشخص لیدلوري وړاندې کړي دي چې موږ به په کمیسیون کې د هغوی په لیدلورو بحث وکړو.

    ابراهیمي وویل، د کابل ښار اوسنی وضعیت د خلکو او بین المللي موسسو د اندېښنې لامل شوی ، له همدې امله کوښښ کوو چې دا ستونزه پایته ورسېږي.

    وروسته د ولسي جرګې وکیل ډاکټر عبدالقیوم سجادي خبرې وکړې او د کابل پروسې کنفرانس د جوړولو او د شانګهای غونډه کې د فعال ګډون له امله یې جمهور رئیس ته مبارکي وویله.

    نوموړي څرګنده کړه، سره له دې چې په نظام نیوکې موجودې دي، مګر د ټولو خلکو ګټې په اوسني نظام کې خوندي دي.

    ډاکټر سجادي وویل، په دې شرایطو کې موږ یوې سیاسي اجماع ته اړتیا لرو او موږ باید خپله انرژي له یو بل سره په تقابل کې نه، بلکې د دښمن پر وړاندې ولګوو.

    هغه د درې ګونو قواو تر منځ په متقابله همکارۍ د ټینګار په ترڅ کې وویل، حکومت باید د خلکو او د ملت د کور برحقه غوښتنو ته پام وکړي.

    جمهور رئیس غني د یاد کمیسیون د ایجاد په خاطر د ولسي جرګې له نوښت څخه او دې امله مننه وکړه چې بنیادي مسایلو ته پام کوي او ملي ګټې په پام کې نیسي.

    جمهور رئیس وویل، په کابل ښار کې تروریستي برید په ټولو بین المللي موازینو برید وو او د تروریستانو موخه دا وه چې په بین المللي برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې وننګوي.

    هغه زیاته کړه: زه د درې ګونو قواو په همکارۍ او د پارلمان په مشخصو وړاندیزونو باورمن یم.

    جمهور رئیس ټینګار وکړ چې سیاسي وحدت ضرور دی او بنسټونه باید ځواب ویونکي وي.

    جمهور رئیس وویل، دولت مکلف دی چې د خلکو مشروع غوښتنو ته رسیدګي وکړي او هر مشروع وړاندیز ماته د منلو وړ دی.

    جمهور رئیس غني څرګنده کړه، موږ د سیاسي اجماع ترڅنګ اړتیا لرو چې د کابل د امنیت د مدیریت او د قانون د حاکمیت په اړه هم اجماع ولرو، تر څو ټول ځان د قانون په چوکاټ کې مکلف او مسول وبولي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی