په ژوندی پڼه خپرونه
    هندي چارواکي:امریکا،چابهار سوداګریز بندر له ځنډ سره مخ کړې

    هندي چارواکي:امریکا،چابهار سوداګریز بندر له ځنډ سره مخ کړې

    © AFP 2017/ ATTA KENARE
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 238 0 0

    رویټرز خبري آژانس د هندي چارواکو له خولې لیکلي، چي د امریکا او ایران تر منځ روانې ستونزې ددې لامل سوې، چي د چابهار سوداګریز بندر کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ سي.

    د دوی په آن، امریکا د چابهار بندر د فعالیدو په لار کي تر ټولو ستر خنډ ده.

    رویټرز خبري آژانس ته د هند د دفاعي مطالعاتو او تحلیلونو د مرکز مدیر مینا سینگ ویلي د امریکا او ایران تر منځ ناندریو دغه پروژه ځنډولې ده.

    هند د مرکزي آسیا له هېوادونو او افغانستان سره د سوداګرۍ په موخه په ایران کي پر چابهار بندر د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې هوکړه کړې ده.

    خو ددغه بندر کارونه په خورا ځنډ مخ ته روان دي.

    رویټرز ته هندي چارواکو ویلي، چي په دې برخه کي تر ټولو ستر خنډ امریکا جوړ کړی دی؛ ځکه هېڅ نړیواله کمپنۍ د توکو د برابرولو لپاره په دې بندر کي پانګونه نه کوي، دوی وېره لري، چي امریکا به پر ایران بندیزونه وضع کړي او ددوی پانګو ته به خطر پېښ سي.

    د هند د دفاعي مطالعاتو او تحلیلونو د مرکز مدیر مینا سینگ وايي د امریکا او ایران تر منځ ناندریو دغه پروژه ځنډولې ده.

    هند له یوې لسیزې راهیسې هڅه کوي، چي چابهار بندر پراخ کړي او په دې توګه مرکزي اسیا او نورو هېوادونو ته لار پيدا کړي.

    همدا راز غواړي له چین سره ترڅنګ په یاده سیمه کي سوداګریز بندر ولري.

    دغه بندر د افغانستان لپاره هم خورا مهم ګڼل کيږي او له فعالیدو سره به یې د رېل پټلۍ له دغه بندره راځي او د افغانستان په لودیځ کي به تر سوداګریزو ښارونو رسېږي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی