په ژوندی پڼه خپرونه
    سپينې ماڼۍ، افغانستان کي د درې امریکایي سرتیرو وژل کیدل تایید کړه

    سپينې ماڼۍ، افغانستان کي د درې امریکایي سرتیرو وژل کیدل تایید کړه

    © AP Photo/ Pablo Martinez Monsivais
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 37 0 0

    د سپينې ماڼۍ ویاند شان سپایسر ویلي، چي په ننګرهار کي یې درې سرتېري د افغان کومانډو په برید کي وژل سوي دي.

    تېره ورځ یوه افغان سرتیري په ننګرهار کي پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې دي چي له امله یې ۳ امریکایان وژل سوي دي.

    دده په وینا د ملي امنیت کارکوونکو په دې اړه ولسمشر ټرمپ ته معلومات ورکړي دي او همدا راز د افغانستان د اوضاع په اړه ورسر غږېدلي دي.

    سپایسر وايي، په دې اړه به نور معلومات وروسته ورکړي.

    د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل، چي په ځواب ډزو کي دغه سرتېری هم د امریکايي ځواکونو له لوري وژل سوی دی.

    طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چي دا برید ددوی یو تن نفوذي تن کړی او څلور امریکایان یې وژلي دي.

    دیادونې وړ ده ،چي تر دې مخکي ګڼ شمیر داخلي بریدونو کي دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، تیره شپه امریکایي ځواکونو په هلمند ولایت کي پر افغان سرحدي پولیسوبمبار کړی و اودوه سرتیري یې وژلي وو.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی