په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان کې ۳۳  ترهګر ووژل شول

    افغانستان کې ۳۳ ترهګر ووژل شول

    © AP Photo/ Militant Website, File
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7 0 0

    په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، ۳۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

    د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د کاپیسا، پکتیا ، خوست ، لوګر، غزنی، کندهار، ارزګان، زابل، بادغیس ، هرات ، کندز، بدخشان ، فاریاب او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې د کندهار ولایت د خاکریز میوند او ارغنداب په ولسوالیو کې ۱۷ تنه طالب ترهګر وژل شوي او د دښمن ۲ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلۍ او مهمات لاس ته راغلي دي، د لوګر ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې ۱۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي او د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې ۴ تنه وسله وال ترهګر له منځه وړل شوي دي.

    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی