په ژوندی پڼه خپرونه
    پخواني ولسمشر: د ملي اجماع طرحه دې پلې سي

    پخواني ولسمشر: د ملي اجماع طرحه دې پلې سي

    © Flickr/ ResoluteSupportMedia
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 25 0 0

    پخواني ولسمشر او جهادي مشر صبغت الله مجددي وایي، چي حکومت باید اصلاحات رامنځته کړي ؛خو څوک باید په اوسنیو حالاتو کي د نظام د بدلون غوښتنه مطرح نه کړي.

    د افغانستان د جهادي او ملي گوندونو شورا د وروستیو پېښو او روان کړکيچن حالت په اړه خپل دریځ روښانه کړ.

    د دې شورا په استازولۍ جهادي مشر صبغت الله مجددي نن یکشنبه د یوې خبر غونډې پر مهال وویل چي د ښار پر سړکونو درولې خېمې ټولې کړي ځکه خلکو ته یې گڼې ټولنیزې، روغتیايي، او اقتصادي ستونزې جوړې کړې دي.

    د نظام د بدلون غوښتنه د جمعیت اسلامي گوند د ځینو غړو له لوري وسوه، او تر څنگ یې د دې گوند رهبرۍ څو ورځې وړاندې له حکومته غوښتنه وکړه چي د ملي امنیت شورا د مشر حنیف اتمر په گډون دې امنیتي مسؤلین له دندې گوښه کړي.

    خو د حزب اسلامي د دریځ په څېر د جهادي او ملي گوندونو شورا هم وايي چي د امنیتي مسوولینو گوښه کول او د نظام له وخته وړاندې بدلول د روانو حالاتو په گټه نه دي.

    مجددي وویل د یو منځگړي په توگه به د تحصن کوونکو او حکومت تر منځ خبرې اترې پر مخ یوسي او هڅه به وکړي چي روانو ستونزو ته حللاره پیدا کړي.

    دا مهال د ملي شورا او په ځانگړې توگه د ولسي جرگې ۳۴ غړي د تحصن کوونکو او حکومت تر منځ د خبرو اترو لړۍ پر مخ وړي چي ټاکل شوې ولسمشر ته د هغوی غوښتنې وړاندې کړي.

    مجددي وايي د ملي یوالي حکومت ته یې یو نیم کال وړاندې د ملي اجماع د رابللو طرحه وړاندې کړې وه خو تر اوسه نه ده منل شوې او یو ځل بیا یې ټینگار وکړ چي دا طرحه پلې کړي.

    هغه وویل ملي اجماع د روانو حالاتو د کنټرول لپاره یوه جدي اړتیا ده او باید حکومت یې په رابللو کي کوټلي گامونه پورته کړي.

    دوه ورځې وړاندې د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار هم د ملي اجماع له رابللو یادونه وکړه او ویې ویل چي هغوی به له خپل پراخ نفوذ څخه په گټې اخیستو سره د هېواد له گوټ گوټ څخه کسان راوبولي.

    مجددي وايي حکومت دا مهال ستونزې لري خو زیاتوي چي د همدې شته چارواکو له لوري باید اوارې سي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی