په ژوندی پڼه خپرونه
    Антиправительственная демонстрация в Кабуле за отставку президента страны Ашрафа Гани

    مشرانو جرګه: حکومت دې د اعتراض کوونکو قانوني غوښتني ومني

    © Sputnik/ D. Fuladi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12 0 0

    د مشرانو جرګې غړي د اعتراض کوونکو او حکومت له خوا د واټونو تړل د خلکو په زيان بولي او ټينګار کوي چې حکومت دې ژر تر ژره د اعتراض کوونکو قانوني غوښتنو ته د رسيده ګۍ په صورت کې خيمي له واټونو لرې کړي.

    په کابل کې له خونړیو ترهګريزو پيښو وروسته د ملي يووالي پر حکومت د سياسي فشارونو له زياتېدو سره هممهاله، د وضعيت له بحراني کيدو د مخنيوي په هدف د لویې جرګې او ملي اجماع رامنځته کيدل مطرح کېږي.

    د مشرانو جرګې یو شمېر غړو په خبله عمومي غونډه کې د افغانستان روان سياسي او امنيتي وضعيت د ملي يووالي حکومت له لاسه وتونکی وباله.

    بل پلو، د وروستيو پيښو له امله په کابل کې د ملي يووالي حکومت د مسؤلانو پر وړاندې اعتراضونه تر لسمې ورځې دوام کوي، خو تر اوسه د دواړو لوريو ترمنځ د جوړجاړي کوم توافق نه دی شوی.

    سناتوران د وضعيت د کنټرول په هدف د لويې جرګې دايرول ضروري بولي او وړانديز کوي چې د لويې جرګې د دايرولو په هدف باید د مشرانو جرګې له ادرسه حکومت ته یو داسې سند ترتيب او وړاندې شي، چې د جرګې غړو پرې توافق او لاسليکونه کړي وي.

    د مشرانو جرګې د غړو له لوري د وضعيت د بهبود په هدف د لويې جرګې موضوع داسې مهال مطرح کېږي، چې له دې وړاندې يو شمېر سياسي جريانونو او احزابو هم له اوسني وضعيت نه د راوتلو په تړاو د ملي اجماع د رابللو غوښتنه کړې.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی