په ژوندی پڼه خپرونه
    د افغانستان اتباع د سیا په پټو زندانونو کی شکنجه کیدل

    بهرنیو ځواکونو د ماین چاودنی وروسته پر ملکي وگړو ډزې کړي

    © Flickr/ DVIDSHUB / Ken Scar
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 10 0 0

    د ننگرهار ولایت چارواکي وایي، ماین نن سهار وختي تر پېشلي وروسته د غني خیلو ولسوالۍ په شیرگړ سیمه کي پر بهرنیو ځواکونو ځای پر ځای سوی ماین چاودلی دی.

     

    د ننگرهار په غني خیلو ولسوالۍ کي پر بهرنیو ځواکونو د سړک غاړې ماین چاودلی چي له پېښې وروسته بهرنیو ځواکونو پر ملکي وگړو ډزې کړي او لږ تر لږه یې درې کسان وژلي دي.

    د ننگرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د چاودنې له امله د اوښتي زیان یا مرگ ژوبلې معلومات نه لري؛ خو تر چاودنې سملاسي وروسته بهرنیو ځواکونو یو پلار او دوه زامن چي عمرونه یې د لسو او اتو کلونو تر منځ دي په ډزو وژلي دي.

    د هغه په وینا ولایتې ادارې په دې اړه «جدي پلټڼې» پيل کړې دي.

    ننگرهار هغه ولایت دی چي بهرني ځواکونه په کي مخامخ په جگړه کي ښکیل دي او په ۲۰۱۷ کال کي په دغه ولایت کي تر پنځه زیات بهرني عسکر هم وژل سوي دي.

    همدارنگه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، د دوی ملگرو د غني ولسوالۍ په کامیزای سیمه کي پر امریکايي عسکرو ماین چاودنه کړې او پنځه امریکايي عسکر یې وژلي دي.

    ذبیح الله مجاهد په یوه لنډه خبرپاڼه کي ویلي، امریکايي ځواکونو خپل مړي د چورلکو په واسطه له سیمې ولیږدول.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی