په ژوندی پڼه خپرونه
    د بالکان هغه «جنګي سپي» چې د عدالت منګلو ته نه ورځي

    دوه ځانمرګي بريد كوونكي نيول شوي

    © AFP 2017/
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 31 0 0

    د ضياء الدين او محمدالله په نومونو دغه ځانمرګي بريد كوونكي پرون مازديګر د امنيتي ځواكونو له لوري په بركي برك ولسوالۍ كې ونيول شول.

    په لوګر ولايت كې دوه ځانمرګي بريد كوونكي هدف ته له رسېدو مخكې نيول شوي دي. د لوګر ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دواړه بريد كوونكي د بركي برك ولسوالۍ اوسېدونكي دي او غوښتل يې، چې پر همدې ولسوالۍ بريدونه وكړي.

    په خبرپاڼه كې زياته شوې، ضياء الدين او محمدالله د قاري زبيح الله د ګروپ غړي، چې له حقاني شبكې سره تړاو لري.

    سرچينه وايي، چې نيول شوي كسان اوس مهال په بركي برك ولسوالۍ كې له امنيتي ځواكونو سره دي.

    د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې امنيتي ځواكونو په هلمند او ميدان وردګ ولايتونو كې هم دوه ځانمرګي بريد كوونكي هدف ته تر رسېدو وړاندې نيولي وو.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی