په ژوندی پڼه خپرونه
    An Afghan anti-Taliban Northern Alliance soldier shoots at positions held by the ruling religious militia close to the strategically important Salang heights, around 100 kms north of the capital Kabul, 26 September 2001, under the orders of his commander

    ولایتي شورا: کابل ښار دې د غیرمسوولو وسله‌والونه پاک شي

    © AFP 2017/ ALEXANDER NEMENOV
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 76 0 0

    د کابل د ولایتي شورا رئیس له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې کابل ښار دې د غیرمسوولو وسله‌والو له موجودیته څخه پاک شي او دغه ښار ته چې له ولایتونو کوم چارواکي راځي، لومړی باید خپلې وسلې د کابل په دروازو کې امنیتي مسوولانو ته تسلیم او بیا ښار ته راننوځي.

    د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د کابل ولایت د ولایتي شورا له غړو سره په کتنه کې د کابل ښاریانو او د دغه ولایت د ولسوالیو په اړه ستونزې واورېدې.

    په دغې کتنه کې چې د کابل والي او د کابل ښاروالۍ مسوولانو هم حضور درلود، لومړی د کابل ولایت د ولایتي شورا رئیس سید عبدالرحمان هاشمي د نورو په استازیتوب په کابل ښار کې په وروستیو پېښو خواشیني څرګنده او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ووایه.

    هغه د کابل پروسې کنفرانس جوړېدل او د شانګهای په کنفرانس کې د جمهوررئیس ګډون ارزښتمن وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې دا به په هېواد کې د سولې اوثبات په راوستو کې ګټور تمام شي.

    ښاغلي هاشمي د کابل ښاریانو ستونزو ته په اشارې څرګنده کړه، له ولایتونو څخه کابل ښار ته د کورنيو بیځایه شویو او کډوالو له راتګ سره دغه ښار کې نه یوازې د نفوسو تراکم زیات شوی دی، بلکې تر څنګ یې جنايي پېښې هم زیاتې شوي دي، حکومت باید د کابل ښار امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

    د کابل د ولایتي شورا رییس هاشمي وړاندیز وکړ چې د کابل ښار د پولیسو یونیفورم باید له ولایتي پولیسو سره فرق ولري، تر څو د کابل ښار پولیس د ولایتونو له پولیسو سره تفکیک شي. هغه زیاته کړه، د کابل ولایت د ولسوالیو بودجه دې په سمه توګه تنظیم او ولګول شي او کار اهل کار ته د سپارلو تر څنګ باید اداري فساد سره هم کلکه مبارزه وشي.

    هغه همدارنګه له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د کابینې نوي کاندید وزیران باید ژر ولسي جرګې ته معرفي شي چې د سرپرستۍ ستونزه حل شي او زیاته یې کړه، د کابل د ولایتي شورا په شمول دې د ټولو ولایتونو ولایتي شوراګانې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت تر چتر لاندې راشي.

    د کابل د ولایتي شورا رئیس سیدعبدالرحمان هاشمي په کابل کې د معترضینو درول شویو خیمو ته په اشارې وویل، دغو اعتراضونو د بې نظمۍ تر څنګ د کابل ښاریانو ستونزې څو چنده زیاتې کړي دي او حکومت باید د دوی په وړاندې معقول اقدام وکړي څو دا ستونزه ژر حل شي.

    ورپسې جمهوررئیس غني د وروستیو پېښو له امله د کابل د ولایتي شورا د غړو له همدردۍ او تسلیت څخه په مننې وویل، د جنګ وضعیت او بڼه بدله شوې ده او علت یې هم دا دی چې دښمن د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماته خوړلې ده، نو دوی تاکتیک بدل کړی دی او په ښارونو کې د تروریستي بریدونو له لارې عام وګړي، ماشومان او ښځې په نښه کوي.

    جمهوررئیس زیاته کړه، روانه اوونۍ یې د ولس، مدني ټولنې او د بېلابېلو اقشارو استازو سره لیدنو او کتنو ته ځانګړې کړې ده، چې د عمومي امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د کابل ښار د امنیت په اړه ورسره سلامشورې وکړو او بیا د یوې اجماع په رامنځته کولو سره د هغې په رڼا کې د کابل ښار لپاره امنیتي پلان جوړ کړو.

    جمهوررئیس غني وویل، دښمن هڅه کوي موږ په داخلي ستونزو اخته او بوخت وساتي او ما له هغو کارونو را وګرځوي چې د راتلونکو نسلونو لپاره مې پلان کړي دي.

    جمهوررئیس محمداشرف غني کابل ښاروالۍ کې راغلیو اصلاحاتو ته په اشارې وویل، د دغو اصلاحاتو په رڼا کې به راتلونکو درېوو څخه تر نهو میاشتو پورې د اساسي تغییراتو شاهدان اوسئ. هغه د بېلګې په توګه له سروبي څخه تر محمداغې ولسوالیو پورې د صنعتي پارکونو جوړولو، په عصري بڼه د ملکیتونو ثبت او د شرعي قوالو ورکړې او د ټانک لوګر څخه د لوګرولایت په لور د اته لینه سړک د کار پیلولو ته اشاره وکړه.

    جمهوررئیس په پای کې له هغوی وغوښتل چې باید ښار په ښار، کلي په کلي او فرد په فرد د یووالي لپاره کار وکړئ او د افغانستان په ضد د پيل شوي جنګ له پایلو ولس خبر او د دښمن پر وړاندې قوي اوسئ.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی