په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان په جنوبي چین سمندرګي کې د چین ملاتړ وکړ

    د عبدالله خبرداری غیر حاضرو وزیرانو ته

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 45810

    عبدالله عبدالله وويل، له هغو وزيرانو سره به بېل چلند وكړي، چېپه كابل كې موجود دي، خو د وزيرانو شورا غونډو ته نه ورځي.

     

     د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس هغو وزيرانو ته خبردارى وركړ، چې دوزيرانو شورا غونډو ته نه حاضرېږى


    عبدالله عبدالله، چې نن يې د وزيرانو شورا غونډه كې خبرې كولې وويل،د ملييووالي حكومت د ښې حكومتولۍ په وړاندې كولو كې پاتې راغلى او له دېوروسته به د هغو مسوولينو لياز ونه كړي، چې د اجرائيه رياست پرېكړېناديده نيسي.


    عبدالله كه څه هم له جمهور رئيس سره د جدي خبرو د پيل خبر وركړ، خو ددغو تازه خبرو په اړه يې زيات جزيات ورنكړل.


    دا په داسې حال كې ده، چې تر دې مخكې په خپرو شوو رپوټونو كې ويلشوي وو، د جمهور رئيس محمد اشرف غني اړوند ډېرى وزيران د وزيرانوشورا په غونډو كې، چې د اجرائيه رئيس په مشرۍ جوړېږي، ګډون نه كوي.


    د دغو رپوټونو له مخې، يو له دې وزيرانو، چې په تېرو نږدې درېيو كلونو كېيې د وزيرانو شورا غونډو كې ډېر كم ګډون كړى، د ماليې وزير اكليل حكيميدى، چې د دې شورا نننۍ غونډې ته يې هم خپل مرستيال لېږلى و.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی