په ژوندی پڼه خپرونه
    Женщина в бурке

    یوه سړي خپله ښځه د کلنګ په ګوزارونو ووژله

    © AFP 2017/ Nicolas Asfouri
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 441 0 0

    یاد کس تر لفظي شخړې وروسته لومړی ماشوم وهلی او وروسته یې بیا د کلنګ په ګوزارنو سره خپله مېرمن وژلې ده.

    چارواکي وايي، د سرپل ولایت په چشمه شفا سیمه کې یوه سړي ترلفظي شخړې وروسته خپله ښځه د کلنګ په ګوزارونو سره وژلې ده.

    د سرپل ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني وایی، چې دغه پېښه تېره ورځ د ماشوم تر ژړا وروسته هغه وخت پېښه شوه، چې د خاوند او ښځې ترمنځ د ماشوم په ژړا لفظي شخړه رامنځ ته شوه.

    د اماني په وینا، قاتل له سیمې په تېښته بریالی شوی دی، خو د پولیسو له لوري یې د نیولو هڅې پیل شوې دي.

    دا په داسې حال کې ده، چې ددې ولایت د ښځو چارو ريیسه په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پرزیاتېدو اندېښنه ښيي او له دولته غواړي، چې ددغه راز پېښو عاملان دې مجازات کړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی