په ژوندی پڼه خپرونه
    په فیلیپین کې په زندان دبرید له کبله ۱۳۰ تنه تښتېدلي دي

    د۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان زندانی سو

    © Fotolia/ Sakhorn38
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 46 0 0

    د ۲۰۹ شاهين قول اردو ۲۶ تنه منسوبين د وظيفوي غفلت په تور له يوه تر دريو کلونو په زندان محکوم سوي دي.

    د قول اردو قوماندان جنرال مومند کټوازی او د ارکانو رئيس عبدالرؤف محتاج په يوه — يوه کال حبس محکوم سوي، چې د جزايي اجراآتو د قانون د ۲۰۵ مادې پر بنسټ يې د حبس پرېکړه ځنډول سوې ده.

    د قول اردو د انجنرۍ آمر ډګروال عبدالجميل، د قول اردو د ګارنيزيون قوماندان ډګروا عزيز اقا، د ګارنيزيون د اوپراسيون آمر ډګرمن عبدالمجيد او د ګارنيزيون د ساتونکي ټولي قومندان لومړی بريدمن عصمت الله هر يو په درې کاله تنفذي حبس محکوم سوي دي.

    دغه راز د قول اردو د کشف مدير ډګروال فرهادالله، د قول اردو د ګارنيزيون د ځواکونو د خدماتو آمر جګړن رحم علي خان او د قول اردو د استخباراتو ضد بريدمل غلام نبي هر يوه په دوه — دوه کاله تنفيذي حبس محکوم سوي دي.

    شاهین قول اردو۲له دې سربېره د شاهين قول اردو ۱۹ تنه نور منسوبين هم په يوه — يوه کال تنفيذي حبس محکوم سوي چې په دې سره د ټولو محکومينو شمېر ۲۶ تنو ته رسيږي.

    محکمې پر شاهين قول اردو د تېر کال د خونړي بريد په پېښه کې ۹ نور تورن کسان بې ګناه پېژندلي او د قضيې مؤظف څارنوال هم پر ۸ کسانو د الزام د کافي دلايلو د نشتون له امله له خپلې دعوې لاس اخيستی دی.

    د شاهين قول اردو د منسوبينو د محکوميت پريکړه ابتدائيه محکمې کړې ده، او هغه محکومين چې د محکمې پر پرېکړه راضي نه دي، کولای سي د استيناف غوښتنه وکړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی