په ژوندی پڼه خپرونه
    A member of the Taliban insurgent and other people stand at the site during the execution of three men in Ghazni Province on April 18, 2015.

    یوه مهم طالب قوماندان نیول سوی

    © REUTERS/ Stringer
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 239 0 0

    د كورنيو چارو وزارت د نيول شوي طالب قوماندان نوم قاري محمدالله ياد کړى، چې د ميدان وردګ ولايت په دره مارشال سيمه کې نيول شوى دى.

    دا وزارت وايي، د وسله والو طالبانو يو مهم غړى يې، چې د کابل په ترهګريزو بريدونو کې په لاس لرلو هم تورن دى، تېره ورځ نيولى دى.

    دې وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې له قاري محمدالله سره يوه اندازه درنې او سپکې وسلې هم نيول شوې دي.

    پوليسو ويلي، نيول شوي طالب قوماندان هوډ درلود، چې د کابل په ارغندي څلور لارې کې ترهګريز بريد ترسره کړي.

    وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی