په ژوندی پڼه خپرونه
    د چین د بهرنیو چارو وزارت: چین او افغانستان نیت لري له تروریزم سره په مبارزه کی همکاری پیاوړې کړي

    چين د افغانستان او پاکستان تر مينځ منځګړيتوب کوي

    © Sputnik/ Eduard Pesov
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 31 0 0

    د چين ولسمشر څو ورځې وړاندې د شانګهای د همکاريو سازمان د ناستې په څنډه کي له ولسمشر غني سره ژمنه کړې وه، چې هېواد يې چمتو دی څو د افغانستان او پاکستان تر مينځ د کشمکشونو د هواري په موخه منځګړيتوب وکړي.

    په پام کي ده، چې د چين د بهرنيو چارو وزير د افغانستان- پاکستان او چين تر مينځ درې اړخېزې ناستې ته د لارې هوارولو په موخه کابل ته راسي.

    اوس ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، چې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د افغانستان — پاکستان — چين ناستې ته د لارې هوارولو په موخه کابل ته راسي.

    د ارګ د رسنيو له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چې وانګ يي به د کابل او اسلام اباد تر مينځ د اړيکو د ښه کيدو پر لارو چارو له افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

    د شانګهای د همکاريو سازمان د ناستې په څنډه کي د افغان او پاکستاني مشرانو تر مينځ د سولې د خبرو اترو د څلور اړخيزو ناستو پر بيا پيل کيدو هم هوکړه سوې وه.

    د ارګ خبرپاڼه وايي، څلور اړخيزې ناستې به دا ځل له تېرو هغو د پام وړ توپير ولري او په دې غونډو کي بايد پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کي د افغانستان له سياستونو ملاتړ وکړي.

    په خبرپاڼه کي زياته شوې، چې افغان حکومت په تېرو څو مياشتو کي ناټو، د امريکا کانګرس او يو شمېر نورو بنسټونو ته له ترهګرۍ د پاکستان د ملاتړ په تړاو يو شمېر سندونه هم وړاندې کړي دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی