په ژوندی پڼه خپرونه
    Afghanistan President's national security advisor Hanif Atmar during a meeting with Russian Foreign Minister Sergei Lavrov at the Russian Foreign Ministry's Reception House

    ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

    © Sputnik/ Vitaliy Belousov
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 423 0 0

    لومړی د افغانستان اونیز امنیتي وضعیت وارزول شو او بیا د هېواد دعمومي امنیتي وضعیت د ښه‌والي او د امنیتي ګواښونو د دفع کولو په خاطر لازم هدایات ورکول شول.

    د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

    ورپسې غونډې په پروان او د هېواد نورو ولایتونو کې د توقیف خونو وضعیت و ارزاوو چې له هر اړخیز بحث وروسته د توقیف خونو د حالت د ښه‌والي په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.

    د دې په دوام، د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي له پلان سره سم په کابل ښار کې د غبرګولي د ۱۰مې او ۱۲ مې پېښو د څیړنو راپور وړاندې کړ چې غونډې د غوښتنې سره سم تصمیمونه ونیول.

    د غونډې په پای کې د ملي امنیت عمومي رئیس محمدمعصوم ستانکزي د کندهار د ولایت په مقر کې د تېر کال د مرغومي د ۲۱تروریستي پېښې په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه راپور وړاندې کړ او په اړه یې لازمې لارښوونې ورکول شوې.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی