په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین: امریکا روسیې ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکا حضور به یوازې د څو کلونو لپاره وي

    پوتین: امریکا روسیې ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکا حضور به یوازې د څو کلونو لپاره وي

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 519 0 0

    واشنګټن مسکو ته ډاډ ورکړی، چې امریکا په پام کې نه لري، د څو کلونو نه ډیر په افغانستان کې پوځي حضور ولري. په دې هکله څرګندونې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ریژیسور الویر ستون په فلم کې، چې څلور برخې لري او دوهمه برخه یې د Showtime په کانال کې نندارې ته وړاندې شوه، د مرکې پر مهال کړې دي.

    پو تین د ستون ددې پوښتنې په ځواب کې چې په ۲۰۰۱ ز- ل کال کې ولې روسیې «په منځنۍ اسیا کې د امریکا د پوځي شتون پراختیا سره هوکړه وکړه»، وویل؛«ما فکر کړ، چې مونږ د افغانستان د خاورې نه د ګډ ګواښ سره مخ یو، ما فکر کړ، چې مونږ باید په ګډه کار او باید چې د امریکا ملاتړ وکړو».

    ولادیمیر پوتین زیاته کړه؛«سر بیره پر دې د امریکا ولسمشر ما ته وویل، چې مونږ د ټول عمر او یا د څو لسیزو لپاره هلته نه پاتې کېږو، د څو کلونو وروسته مونږ له دې ځایه وځو». د پوتین په وینا، واشنګټن هغه مهال هم د مسکو نه د ملاتړ غوښتنه وکړه او روسي لوري یې ملاتړ وکړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی