په ژوندی پڼه خپرونه
    غنی

    افغان ولسمشر:موږ له پاکستان څخه سوله نه غواړو

    فوتو ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 97310

    د افغانستان ولسمشر وویل، موږ له پاکستان څخه سوله نه غواړو، بلکې پاکستان سره سوله غواړو او دا ځل پاکستان ومنله چې د سولې په خبرو کې باید بین المللي نظارت موجود وي.

    د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د کابل ښار د معارف مسوولانو او د لېسو امرینو سره په کتنه کې د معارف، سولې، ښاري نظم او فرهنګ په اړه د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل.

    په دغه کتنه کې لومړی د پنځمې تعلیمي حوزې امر غلام محمود انورزي، د تاجورسلطانه لېسې مدیرې دانش سدید ساپۍ، د رحمان مېنې لېسې امرې رحمانه صاحبي عسکریار او د استقلال لېسې امر محمد عیسی اندړ د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له جمهوررئیس څخه یې مننه وکړه چې د یو پخواني ښوونکي په توګه معارف او ښوونکو ته ځانګړې پاملرنه لري.

    دوی په خپلو خبرو کې د کابل د تورې چارشنبې پر خونړۍ پېښې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ووایه او ټینګار یې وکړ چې دا د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د کابل ښاریانو مشترک درد دی او دا باید موږ د هغه دښمن پر وړاندې لا متحد کړي چې دغه درد یې را رسولی دی.

    د لېسو امرینو او د معارف مسوولانو په کابل ښار کې وروستیو پېښو ته په اشارې زیاته کړه، وروستیو تروریستي پېښو او بیا د معترضینو له خوا د لارو بندېدو د ویر او ماتم تر څنګ په دغه ښار کې کورنۍ سختې وېرولي دي او تر ښوونځي د خپلو ماشومانو د تګ او راتګ په خاطر اندېښمنې دي.

    دوی د کابل تروریستي پېښه چې له امله یې سلګونه کسان شهیدان او ټپیان شول یو ملي درد او ماتم وباله او ټینګار یې وکړ، هیڅوک حق نه لري چې له دغه درد او ماتم څخه قومي، سمتي او سیاسي استفاده وکړي.

    د کابل ښار د معارف او لیسو مسوولانو په خپلو خبرو کې له جګړو وړاندې پخواني کابل کې د خلکو ترمنځ عالي ښاري فرهنګ، نظم، سلیقې او ورورګلوۍ ته په اشارې له جمهوررئیس غني څخه وغوښتل چې موږ درنه بیا هماغه کابل غواړو او دا کار هغه وخت ممکن دی چې قانون حاکم او حکومت له وسله‌والو مخالفانو سره د سولې پروسه چټکه کړي.

    دوی پر معارف پانګونه په هېواد کې د دوامدارې سوکالۍ، امنیت او ثبات مهم عنصر وباله او د هېواد د راتلونکو نسلونو لپاره یې د حکومت د اوږدمهالو او منځهالو انکشافي برنامو څخه د ملاتړ تر څنګ په کابل ښار کې د بې نظمیو د مخنیوي په غرض مشخص وړاندیزونه وکړل.

    ورپسې جمهوررئیس غني په تېرو تروریستي پېښو د خواشینۍ او همدردۍ له څرګندولو وروسته وویل، زه دا درک کولای شم چې نن د کابل هره مور په زړه ټپي ده او د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه لري او په ټولو کابلیانو غږ کوم چې خپل یووالی او اتحاد وساتي.

    جمهوررئیس غني وویل، کابل هغه ځای و چې په وصف کې به یې شاعرانو شعرونه ویل او د هند ستر مغل سلطان بابر وصیت کړی و چې باید دلته خاورو ته وسپارل شي، په دې اساس کابل د یو عزتمند ملت ګډه پلازمېنه ده او دا باید عزتمنده پلازمینه وي او د هیچا په انحصار کې نه ده.

    جمهوررئیس اصلاحات، سوله او ملت جوړونه مهم لومړیتوبونه وبلل او په دې اړه یې د یو ملي بحث د رامنځته کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه دا ملي بحث لومړی باید په کابل کې پيل او بیا نورو ولایتونو ته وغځول شي.

    جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د کابل پروسې کنفرانس موخه د افغانانو په رهبرۍ د سولې راوستو په لارو چارو بحث او نړيوال ملاتړ تر لاسه کول و، موږ په لومړي سر کې ټولنیزې سولې ته اړتیا لرو او هغه خلکو پورې اړه لري چې د ټولو اقشارو ترمنځ د سولې لپاره هلې ځلې پيل شي.

    جمهوررئیس غني زیاته کړه، غواړي د معارف او لوړو زده کړو لپاره یوه عالي شورا جوړه شي چې دوامداره غونډې ولري او د معارف په ستونزو په ځانګړي ډول په نصاب بحث وکړي، ځکه اوسنی نصاب ډېر نواقض لري، یوازې د لومړي ټولګي زده کوونکي ته اوه کتابه ورکوي چې په هیڅ وجه د منلو نه دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی