په ژوندی پڼه خپرونه
    ناتو د وسلو په بڼه شیان او د لارښوونې خدمتونه پر نورو ورتپي

    مشرانو جرګه: ناټو او امريکا د افغانستان د جګړې عوامل دی

    © Photo/ NATO
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 36 0 0

    د افغانستان مشرانو جرګه وايي چي د امريکا په ګډون د سيمې هېوادونه د افغانستان د سولې په پروسه کي صادقانه همکاري نه کوي، له همدې امله به د دې جرګې پلاوی اسلام اباد ته سفر و نه کړي.

    دوی ټينګار کوي، چي که امريکا او د افغانستان ګاونډي هېوادونه د افغانستان د سولې له پروسې سره صادقانه همکاري وکړي، په افغانستان کي به روانې ناخوالې هم ختمې سي.

    د مشرانو جرګې غړی حسيب الله کليمزی وايي، چي ناټو او امريکا د افغانستان د جګړې عوامل دی او افغان حکومت هم په دې برخه خپل مسئوليت په سمه توګه نه ادا کوي.

    په ورته وخت کي د مشرانو جرګې دويم مرستيال اصف صديقي بيا وايي، له دې امله چي اسلام اباد د افغان سولې په پروسې کي هېڅکله رښتينې همکاري نه ده کړې، دوی پريکړه کړې چي اسلام اباد ته د خپل پلاوي سفر لغوه کړي.

    د مشرانو جرګې غړو د پاکستان په تړاو د ولسمشر غني پر وروستي دريځ هم نيوکه کړې چي لس ورځې وړاندې يې پاکستان د افغانستان د ټولو ستونزو لامل ګاڼه، خو اوس بيا له مشرانو جرګې غواړي چي خپل يو پلاوی اسلام اباد ته واستوي.

    مشرانو جرګه وايي، په دې وړ ناستو نور نه باور لري او نه خپل پلاوی اسلام اباد ته استوي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی