په ژوندی پڼه خپرونه
    په افغانستان کې د متخاصمو ډلو ترمنځ په نښتو کې ۴۰ طالبان وژل شوي دي

    طالبانو پر طالبانو ځانمرګى بريد وکړ

    © AFP 2017/ Noorullah Shirzada
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 547 0 0

    حکومتي چارواکي وايي,چي دغه بريد د طالبانو د ملا رسول د طالبانو پر ډلى ځانمرګى کړى دى.

    د هلمند حکومتي چارواکي وايي چي د طالبانو يوې ډلې په ګرشک ولسوالۍ کي د طالبانو پر يوه بله ډله ځانمرګى بريد کړى دى.

    د هلمند د والي وياند عمرځواک رسنیو ته وويل چي طالبانو نن سهار شاوخوا اووه بجې د ګرشک ولسوالۍ په سامينار سيمه کي د طالبانو پر يوه بله ډله ځانمرګى بريد کړى دى.

    عمر ځواک وايي، ياد موټر بم بريد د دولت تر ولکي لاندې سيمه کي سوی چي پکي ۳ کسان وژل سوي او ۵ ژوبل دي.

    نوموړی وايي، وژل سوي او ژوبل سوي ټول د ملا رسول د ډلې کسان دي.

    د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن محمد اسماعيل خپلواک هم د ياد سوي بريد د پخلي ترڅنګ وويل چي بريد د موټربم په وسيله ترسره سوى دى.

    تر اوسه د طالبانو دواړو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.

    د يادونې وړ ده چي تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي د طالب مشر ملا هبت الله او ملا رسولى د افرادو ترمنځ وسله والې نښتې سوې چي دواړه خواوې مرګ ژوبله هم لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی