په ژوندی پڼه خپرونه
    Во время саммита государств – членов Совета Безопасности ООН

    د ملګرو ملتونو سرمنشي کابل ته را ورسيد

    © Sputnik/ Dmitry Astakhov
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 70 0 0

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتيرس د افغانستان پلازمينې کابل ته را ورسيد.

    انټونيو ګوتيرس)Antonio Guterres(پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چې کابل ته د راتګ موخه يې له افغان حکومت او خلکو سره خبرې کول دي.

    ده همدا راز زياته کړې چې ملګري ملتونه له افغانستان سره په داسي حال کې په څنګ کې ولاړ دي چې د تاوتريخوالي او ستونزو سره مخ دی.

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي نمايندګۍ((UNAMA(هم کابل ته د ده راتګ تاييد کړی او هرکلی يې ورته ويلی.

    نوموړی د ملګرو ملتونو نهم سرمنشي دی چې د دغه سازمان د مشر په توګه ټاکل شوی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی