په ژوندی پڼه خپرونه
    د برلين په د وکانونو کې د «اسلامي دولت» توليدات پلورل کيږي

    داعشیانو ته په هیلکوپټرو کې وسلې ښکته شوي

    © Flickr/ Global Panorama
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 32410

    د ولسي جرګی کې د خلکو استازو وايي، درې ورځې مخکې د ننګرهار په نرۍ اوبو سیمه کې یو کانټینر وسلې داعشیانو ته سپارل شوې دي.

    خو دا معلومه نه ده چې دا وسلې د ځمکې، که د هوا له لارې داعشیانو ته ورکړل شوې دي.

    هغه همدا راز د جرگی بل غړی وویل، چې تر دې لس ورځې مخکې د بهسودو ولسوالۍ په باراباد سیمه کې هیلکوپټر ناسته کړې او تر پنځوسو ډیر داعشیان یې ښکته کړي دي.

    د هغه په آن، دا باید په ډاګه شي چې د افغانستان د خلکو قاتل امریکا ده که کوم بل څوک.

    همدارنگه د کندهار د خلکو استازه وایی حکومت دې دا مسله په ډاګه کړي چې په ختیزو ولایتونو کې څه لوبه روانه ده.

    له بل لوری ملا تره خیل په خبره داعش غواړي د کونړ ولسوالۍ سقوط کړي، د لوګر ازرې ته ځان ورسوي، د کابل جلال اباد لاره قطع کړي او په دې توګه خپلې جګړې پراخې کړي.

    د هغه په وینا حکومت دداعش پر وړاندې جدي غبرګون نه ښيي، نو ولسي جرګه باید یو هیئت وټاکي څو دغه موضوع له نږدې وڅېړي او تر هغه وروسته یې په اړه پرېکړه وکړي.

     

     

    هېره دې نه وي چې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې همدا اوس هم دداعش له لوري پراخې جګړې پيل شوې دي او سلګونه کورنۍ یې دې ته اړ شوې چې له خپلو مېنو بېځایه شي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی