په ژوندی پڼه خپرونه
    غنی ارگ

    افغان ولسمشر: زموږ خلک له تروریستي پېښوڅخه ځورېږي

    © Photo/ ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 48 0 0

    د افغانستان جمهور رئیس د تروریزم او بین المللي تروریستي جنایي سازمانونو خطر د سیمې او نړۍ هېوادونه تهدیدوي.

    هغه وویل، په افغانستان په ځانګړي ډول کابل کې وروستۍ پېښې د افغانستان د خلکو زغم پایته رسولی او زموږ خلک ورڅخه ځورېږي.

    د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش سره چې په یو رسمي سفر کابل ته راغلی وو، وکتل.

    په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ملګرو ملتونو سازمان سکرتر جنرال په کابل کې د وروستیو تروریستي پېښو په اړه د افغانستان دولت او خلکو ته د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل. هغه په افغانستان کې د تروریستي بریدونو د غندلو تر څنګ تروریزم د بشریت ګډ دښمن وباله.

    جمهور رئیس غني د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان دولت او خلکو سره د هغه له خواخوږي او غمشریکي څخه مننه وکړه.

    دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سولې، ثبات، امنیت، تروریزم سره د مبارزې او د سیمه ییزو او پام وړ موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

    د افغانستان جمهور رئیس د تروریزم او بین المللي تروریستي جنایي سازمانونو خطر ته په اشارې چې د سیمې او نړۍ هېوادونه تهدیدوي وویل، په افغانستان په ځانګړي ډول کابل کې وروستۍ پېښې د افغانستان د خلکو زغم پایته رسولی او زموږ خلک ورڅخه ځورېږي.

    جمهور رئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د نمایندګیوکړنو کې د اصلاحاتو او موثریت راوړلو په خاطر شپږ میاشتې وخت تعین کړ او د هغو پر مثبتو پایلو یې ټینګار وکړ.

    د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي له جمهور رئیس غني سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بنسټونو ترمنځ د زیاتې همغږۍ او ځواب ویلو د ایجاد ژمنه وکړه.

    دواړو لورو د سولې او ثبات د تامین د لارو په اړه بحث وکړ. جمهور رئیس غني په دې اړه وویل، د پاکستان لومړي وزیر سره په وروستۍ کتنه کې موافقه وشوه چې د څلور اړخیزې همغږۍ ناستې (افغانستان، پاکستان، چین او امریکا) څخه په افغانستان کې د سولې د پراختیا په موخه استفاده وشي.

    جمهور رئیس غني زیاته کړه، افغانستان اوس د منځنۍ اسیا هېوادونو ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او همدارنګه له ایران او چین سره دوه او څو اړخیزه اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیتي ښې اړیکې ټینګې کړې دي.

    هغه زیاته کړه، افغانستان د اسیا زړه کې په ستراتیژیک موقعیت سره کوښښ کوي چې د انرژۍ د انتقال له لارې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوي او د اورګاډي کرښو له لارې چین له ایران سره ونښلوي او د افغانستان ترانزیتي مسیر تر اروپا پورې وغځوي.

    د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش د هېواد جمهور رئیس څخه د معلوماتو وړاندې کولو له امله مننه وکړه وې ویل، ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان دولت او خلکو سره د دوامدار همکار په توګه پاتې شي او د سولې او ثبات د تامین او همدارنګه حکومتي بنسټونو کې د اصلاحاتو برخه کې د افغانستان د حکومت د برنامو ملاتړ کوي.

    په دې کتنه کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل، د ملګرو ملتونو چارو کې د جمهور رئیس سترې سلاکارې فرخنده زهرا نادري، عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي او د بهرنیو چارو وزارت معین نصیراحمد اندېشه هم حضور درلود.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی