په ژوندی پڼه خپرونه
    کارپوه: زه نه غواړم ووایم چی د امریکا او چین د جګړی ګواښ – جیوپولیتیکی دی

    چین: افغانستان ته نور امریکایی سرتېري را لېږل سیمه بې ثباته کوي

    © AP Photo/ Ng Han Guan
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 125 0 0

    د چین چارواکي وايي چی افغانستان ته د هر سرتېري را لېږل د سیمې پر هېوادونو اغېز کولی سي او په سیمه کي بې ثباتیو ته لمن وهي.

    د دوي په وینا، امریکا باید د افغانستان حاکمیت او ارضي تمامیت ته درناوی وکړي.

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو د راتګ په اړه ویلي، چي امریکا باید د افغانستان ارضي تمامیت او حاکمیت ته درناوی وکړي او د سرتېرو د لېږلو په اړه په هوښیارۍ ګام واخلي.

    هغه ویلي، تر ټولو ښه لار دا ده، چي د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وسي او په دغه هېواد کي د جګړو لمن ټوله سي.

    لوکانګ همدا راز ویلي، چي هېواد یې د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی، له همدې امله هڅه کوي د پاکستان او افغانستان تر منځ منځګړیتوب وکړي.

    د نوموړي په وینا چین تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او خپل دغه ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی