په ژوندی پڼه خپرونه
    توحیدی

    د شهید او ټپي شویو افغان خبریالانو لېست خپور شو

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 57 0 0

    دافغانستان د رسنیوزو نهادونو او د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون چارواکي وویل:«موږ له دولت نه جدي غوښتنه کوو چې د خبریالانو ژوند دې خوندي کړي او هغه خبریالان چې د کابل په خونړۍ پېښه کې شهیدان او ټپیان شوي د هغوی له کورنیو سره دې معنوي او مادي مرستې وکړي.»

    د روان کال د مې میاشتې په ۳۱ مه نېټه د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې رامنځته شوي برید د سلگونه ملگي وگړو تر څنگ د رسنیو ۲۶ کارکوونکي او خبریالانو ته هم مرگ ژوبله واړوله.

    که څه هم د کابل ښاروالي وايي چې په یاده پېښه کې ټول ټال ۴میلیارده افغانۍ زیان اوښتی خو د کابل د رسنیو ملاتړې ادارې وايي رسنیو ته هم پکې میلیونونه ډالر زیان رسېدلی چې حکومت یې دې له شخصي بودیجې ورکړي.

    د رسنیوزو نهادونو او د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون په یوه خبري کنفرانس له لیارې د شهیدو شويو او ټپي شویو خبریالانو لېست خپور کړ‎.

    د فدراسیون یو تن غړي صدیق الله توحیدي وویل په دې پېښه کې ۲۵ کسان ټپیان شوي چې ډېری یې د ۱ تلویزیون کارکوونکي دي.

    ده د وژل شویو کسانو په اړه وویل:« د پریس ټي وي خبریال، د ملي راډیو تلویزیون تخنیکي انجینر،د طلوع تلویزیون ایټي برخې مسؤول، د بي بي سي راډیو تلویزیون ډرېور هغه کسان دي چې د چهار شنبې په پېښه کې شهیدان شوي دي.»

    د رسنیو ملاتړو ادارو غوښتنه وکړه چې د رسنیو کارکوونکو، ودانیو او نورو وسایلو ته د اوښتو زیانونو د جبران په موخه دې حکومت ورسره مرسته وکړي.

    د فدراسیون یو تن غړي رحیم الله سمندر په دې کنفرانس کې وویل چې د رسنیو د ملاتړ لپاره اړتیا ده چې د رسنیو وران شوي وسایل او ودانۍ بیا فعال کړل شي.

    د فدراسیون د غړو په خبره چې په یاده پېښه کې تر ټولو زیات مالي تاوان 1 خصوصي تلویزیون ته اوښتی او همدارنگه د بي بي سي راډیو، مشعل تلویزیون او ماندگار ورځپاڼې دفترونو ته هم مالي زیان رسېدلی.

    د ژورنالستانو فدراسیون وايي د کابل د پېښې له کورنیو سره د مرستې تر څنگ دې حکومت د ننگرهار د ملي راډیو، تلویزیون ودانۍ او وسایل هم بیا ورغوي او د قربانیانو له کورنیو سره یې دې مرسته وکړي.

    د ننگرهار پر ملي راډیو تلویزیون هم څه موده وړاندې داعش وسله والې ډلې برید وکړ چې پر مهال یې څلور کارکوونکي ووژل شول.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی