په ژوندی پڼه خپرونه
    د مسکو په میترو کې دسپرلیو دسترګو نه څه پټ ساتل شوي

    کابل د میترو خاوند کېږي

    © Sputnik/ Maksim Blinov
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 135310

    د کابل ښاروالۍ چارواکي وایي، چې په کابل ښار کې به ۳۷۵ کیلومتره سرکونه په روان کال کې احداث کېږي، چې عرضونه یې له ۶ مترو پيل او تر ۶۰ مترو پورې رسېږي.

    سرچینه وویل، په روان کال کې به په کابل ښار کې د میترو بس چارې پیل سي او د راتلونکي کال په لومړیو کې به دغه مېترو ګټه اخیستنې ته وسپارل سي.

    د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي وویل، چې د میترو بس لومړنی خط به هم نن پرانیستل سي او هوکړه یې نړیوالو معیارونو ته په پام له یوه شرکت سره لاسلیک سوې ده.

    د حبیب زي په وینا، دا په افغانستان کې د میترو بس لومړنۍ تجربه ده او د روان کال په پای کې به دویم خط هم پرانیستل سي او په ټول کې به، په راتلونکو درېیو کلونو کې په کابل ښار کې ۱۱۱ کیلومتره مېترو بس خط پرانیستل سي.

    دده په وینا لومړنی خط به په یوه کال کې جوړ سي او د راتلونکي ۱۳۹۷ کال کې به کابل ښاریان وکړای سي له هغه ګټه پورته کړي.

    نوموړي وویل، په ۶ میاشتو کې په دې بریالي سول چې د کابل ښار د پراختیا لپاره منظم پلان جوړ کړي چې په همدې لړ کې یې نن د ۱۶ مهمو پروژو قرار دادونه له شرکتونو سره لاسلیک کړ.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی