په ژوندی پڼه خپرونه
    Министр обороны США Джеймс Мэттис

    ماټيس: د افغانستان د بد وضعیت مسول بارک اوباما دی

    © AP Photo/ Matt Dunham
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 21610

    امریکایی چارواکي وایي،د افغانستان څخه د ځواکونو ایستل او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ بس کول، د اوباما هغه غلطي پریکړي دي، چې له امله یې طالبانو ته موقع ورکړه، چې ځانونه قوي او جګړه نوره هم تیزه کړي.

    د امریکا د دفاع وزیر ماټيس چې د پرون د امریکا د کانګریس د سنا جرګي د تدراکاتو کمیټي ته خبري کولي، ویلي دي، چې په افغانستان کې د اوسني بد وضعیت مسول پخوانی ولسمشر بارک اوباما دی.

    نوموړي زیاته کړه، د افغانستان څخه د ځواکونو ایستل او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ بس کول، د اوباما هغه غلطي پریکړي دي، چې له امله یې طالبانو ته موقع ورکړه، چې ځانونه قوي او جګړه نوره هم تیزه کړي.

    ښاغلي ماتیس په خبره، چې موږ خپل د مهال ویش سره سم خپل ځواکونه ویستل، خو زما په باور موږ باید د مهال ویش سره سم نه، بلکي شرایطو ته په کتو خپل سرتیري ایستلي وای.

    د نومودي په باور د اوباما هغه غلطي پریکړي چې پر اساس یې افغان امنیتي ځواکونه د امریکا د هوايي ملاتړه بي برخي سول او په ۲۰۱۴ کال کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسول، هغه لاملونه دي، چې موږ اوس ددې بد وضعیت سره مخ یو.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی