په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکایي ځواکونو د افغانستان ملکي وګړي وژلي (ویډیو)

    امریکایي ځواکونو د افغانستان ملکي وګړي وژلي (ویډیو)

    © AP Photo/ Maya Alleruzzo
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 24811

    افغان چارواکې وایي، چې امریکايي ځواکونو دری ملکي وګړي، پلار او د هغه دوه ماشومان، وژلي دي. دا خبرسپوتنیک خبری آژانس د RT ټلویزیوني چینل له قوله خپور کړي.

    دا پيښه هغه وخت رامنځته شوه، چې امریکایي ځواکونو د ګزمې پر مهال ماین چاودنه وشوه. سرتیرو سیمې ته نژدی خلکو د ترهګرو خیال وکړ او ‌‌‌‌‌‌په ‌‌‌‌‌‌ډزو يي وویشتل. په پایله کې د لوي کورنۍ مشر ژيړ ګل او د هغه دوه ماشومان ووژل شول او یو ماشوم «روبين» په تیښتې بریالی شو او ژوندی پاتي شوي.

    روبین وویل: «امریکايي سرتیرو ‌‌‌‌‌‌ډزې پيل کړی، مرمۍ زما دمخ تر څنګه والوتی. ما منډه کړه او ځان می پټ کړ، څو ساعته وروسته راووتلم، ګورم چې تره مې د ماشومانو سره یوځای وژل شوي دي.کلي ته ولاړم او خلک مې خبر کړل».

    د ژیړ ګل څخه دولس ماشومان پاتي شوي، چې د ټولو نفقه د پلار په غاړه وه.

    د ژیړ ګل خپلوان د دولت څخه غواړی:«موږ جبران نه غواړو، موږ غواړو د امریکا پوځ د عدالت اورګانونو ته معرفي شې او سزا ورکړ شې. چارواکې دې موږ ته ژمنه وکړي چې دا کار به تر سره کوي».

    اړیکه ټینګوونکی:

    یوناما:په دريو مياشتو کې ۷۱۵ ملکي وګړي وژل سوي
    امريکايي ځواکونو: په کندوزکې مو افغان ملکي وګړي وژلي
    رسنۍ: پنتاګون ویلي، چې ښايي په یمن کې د بمباریو په پایله کې ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي وي
    په افغانستان کې وسله والو کسانو 13 ملکي وګړي په ډزو وژلې دي
    پنتاګون: په عراق او سوریه کی د امریکا د هوايي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کی تر سلو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي
    افغان چارواکي: په میدان وردګو کې ۵ ملکي وګړي برمته شوی دي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی