په ژوندی پڼه خپرونه
    غني: افغان ځواکونه د نظام او د افغانستان بقا تضمینوي

    غني: افغان ځواکونه د نظام او د افغانستان بقا تضمینوي

    © Photo/ ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30 0 0

    د افغانستان جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ، میړانې او سرښندنې وستایلې.

    ولسمشر وویل، د وطن او خلکو څخه د دفاع په لار کې به مو کارنامې په زرینو کرښو ولیکل شي، ځکه تاسې د نظام او هېواد بقا تضمین کړې ده او زه درباندې د اعلی سرقوماندان په توګه ویاړم.


    د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني پرون شپه په ارګ کې له امنیتي او دفاعي منسوبینو سره وکتل.

    په دغه کتنه کې چې د ملي دفاع وزارت سرپرست او د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو د مشرتابه ځینو غړو هم حضور درلود، د ملي دفاع وزارت د منسوبینو په استازیتوب شاه پور شریفیار، د ۱۰۱ اسمایي زون قومندانۍ د منسوبینو په استازیتوب پلوشې، د ملي امنیت عمومي ریاست د منسوبینو په استازیتوب ناظر حسین او د کابل د ټرافیکو د عمومي ریاست د منسوبینو په استازیتوب عبدالقادر خبرې وکړې.

    دغو منسوبینو له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د جمهوررئیس ملاتړ، مواظبت او هغوی ته پاملرنه وستایله وې ویل، چې دغه ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د محاربوي او جنګي مورال د پیاوړتیا لامل کیږي او مونږ د جګړې په ډګرونو کې دښمن ته سخت زیان رسولی دی.

    هغوې د امنیتي تدابیرو او په خپلو اړوندو ادارو کې د کاري اجراتو په اړه جمهوررئیس ته د راپور ورکولو تر څنګ د دښمنانو د شومو پلانونو د شنډولو او د هېوادوالو د امنیت د ټینګښت په برخه کې د امنیتي ارګانونو د جدي اقدماتو د نیولو ډاډ وکړ.

    ویناوالو وویل، دښمنان په خپلو ټولو عملیاتو کې ناکام شوي دي، نو ځکه په مقدسو ځایونو کې د عامو خلکو په وژلو لاس پورې کوي،  همداراز موږ دښمن سره مبارزې او د هغوی نابودولو ته ژمن یوو چې د خلکو او د جمهوررئیس په ملاتړ به دښمن ته ماتې ورکړو.

    امنیتي او دفاعي منسوبینو د امنیتي ننګونو یادونه وکړه او د لا زیاتو امنیتي کمربندونو د جوړولو په ځانګړي ډول د شپې له مخې د کابل په اسیب پذیرو څنډو کې د کمربندونو جوړولو، د نظامي کوپراتیف د ایجاد، د کابل ګارنیزیون په چوکاټ کې د نوې لوای جوړولو، د غیرمسوولو وسله‌والو څخه د وسلو راټولو، د بې اسنادو او تورو ښيښو موټرو درولو، د نظامي کدرونو د ګومارنو په چارو کې د سیاسيونو د مداخلو، د افسرانو د روزنې په  کورسونو کې محدودیت، د کابل د ټرافیکو سیستم کمپیوتري کولو، د روغتیایي خدمتونو پیاوړتیا، لا زیات تجهیز، په یو مشخص چوکاټ کې د لوړ پوړو چارواکو د محافظینوانسجام، د ټولو شته وسلو د جوازونو د تمدید او په کابل ښار کې د امنیتي کمرو لګولو په اړه جمهوررئیس ته ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل.

    ورپسې د افغانستان جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ، میړانې او سرښندنې وستایلې او زیاته یې کړه: د وطن او خلکو څخه د دفاع په لار کې به مو کارنامې په زرینو کرښو ولیکل شي، ځکه تاسې د نظام او هېواد بقا تضمین کړې ده او زه درباندې د اعلی سرقوماندان په توګه ویاړم.

    جمهوررئیس غني امنیتي او دفاعي منسوبینو ته په خطاب کې وویل: تاسې رضاکارانه مبارزه کوی، تاسې دا انتخاب درلود چې په کومه بله برخه کې دنده ترسره کړی او چیرته په هوسا ژوند بوخت شی، خو تاسې پر خپلې خاورې قربانۍ ته ترجیح ورکړه، ملت او دولت درباندې ویاړي.

    جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه، د تېرو دوه نیمو کالو په پرتله زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مراتبو قوي شوي دي او د افغانستان دښمنان هم په دې پوه شوي دي، ځکه په بېلابېلو برخو کې د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکو له خوا په نښه شوي دي، همدارنګه به ماتې سره مخ شي او هغوی دې زموږ د ماتولو خوب له سره وباسي.
    جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د خلکو اوسني ملاتړ په تېرو سلو کالو کې سابقه نه درلوده، خلک او دولت مو په ټول توان سره تر څنګ ولاړ دي. هغه زیاته کړه، د جګړې په ډګر کې ستاسو بریالیتوب د جګړې بڼه بدله کړې ده، د دښمن دوه موخې مو چې یوه نظام ته زیان رسول و او بل د خاورې وېشل، خنثا کړې.

    جمهوررئیس وویل، دا مهال زموږ د ملت او ملي وحدت پر ضد فعال جنګ روان دی، ځکه د افغانستان دښمنانو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې ده، اوس غواړي جنګ د خلکو منځ ته راوړي او عامه روحیه کمزوري کړي.

    جمهوررئیس ټینګار وکړ، د کابل سراسري امنیتي پلان جوړ شوی دی او ژر به په یوې لویې ولسي اجماع کې پرې بحث وشي تر څو اوسنۍ امنیتي ننګونې حل شي او همدارنګه کابل ته اقتصادي پلان هم چمتو شوی دی. هغه وویل، کوماندو ځواکونه به دوه برابره زیات شي او تشکیل به یې په قول اردو بدل شي.

    جمهوررئیس غني څرګنده کړه، په ملکي برخه کې د نظامیانو د استفادې فرهنګ باید ختم شي او زما په شمول هیڅوک حق نه لري چې د کوماندو ځواکونو څخه د شخصي ساتوونکو په توګه کار واخلي. هغه وویل، د لوړپوړو چارواکو د امنیت د ټینګښت په خاطر د ښارجوړولو وزارت ته دنده سپارل شوې ده چې تر یو چتر لاندې مشخص ځای ورته په پام کې ونیسي.

    هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تقدیرولو فرهنګ په پیاوړتیا ټینګار وکړ وې ویل، والیان به د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ غونډې جوړې کړي، تر څو خلک، دولت او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په یو صف کې ودرېږي.

    جمهوررئیس زیاته کړه، د ټرافیکو سیستم باید په معاصرې ټکنالوجۍ سمبال شي چې دغه برخه کې به عملي ګامونه پورته شي. هغه اړوندو منسوبینو ته لارښوونه وکړه، تر څو هغه سړکونه چې پرته له کوم دلیله بند شوي دي، ژر دې د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی