په ژوندی پڼه خپرونه
    مجلس: دامریکایي سرتېرو له  ډېرو  سره مخالف یوو

    مجلس: دامریکایي سرتېرو له ډېرو سره مخالف یوو

    © AP Photo/ Rahmat Gul
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 67 0 0

    د ولسي جرګې غړو افغانستان ته د لا ډېرو امریکایي سرتېرو له رالېږلو سره مخالفت وښود او هغه یې په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو لپاره د امریکا هڅه وبلله.

    ولسي جرګې ځینې غړي وايي افغانستان ته د لا ډېرو امریکايي عسکرو رالېږل جګړه اوږدوي.

    د ولسي جرګې غړو په عمومی غونډې په امتیازي ساعت کې وویل، په افغانستان او سیمه کې یوه ستره لوبه روانه ده او په دې منځ کې د ملي وحدت حکومت د امریکايي لوبو پر وړاندې پټه خوله دی.

    د ولسي جرګې غړي مولوي رحمن پر حکومت او ولسي جرګې غږ وکړ، چې له امریکا سره دې پر شته امنیتي او ستراتيژيک تړون له سره کتنه وکړي او د افغانستان د ژغورلو لپاره دې دغه تړون لغوه کړي.

    د نوموړي په وینا امریکا په سیمه کې لویې لوبې پر مخ وړي، خو په دې منځ کې افغانان ددغو لوبو قرباني دي.

    هغه په سپېڅلو ځایونو کې بریدونه او چاودنې هم د امریکا ددغو پلانونو برخه وبلله او په وینا یې دوی غواړي افغانان په بېلو نومونو پخپلو کې سره وجنګوي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی