په ژوندی پڼه خپرونه
    بلخ کي څلور بهرني سرتېری په ډزو وژل سوی

    بلخ کي څلور بهرني سرتېری په ډزو وژل سوی

    © REUTERS/ Abdul Malik
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 71 0 0

    د وژل سويو سرتېرو هويت نه دی مالوم خو په بلخ کي الماني پوځيان د افغان ځواکونو د روزنې ماموريت پر مخ بيايي.

    د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کي يوه افغان سرتيري پر بهرنيو سرتېرو ډزې کړې څلور تنه يې وژلي او دوه نور ټپيان دي.

    پېښه نن تر غرمې وروسته د ۲۰۹ شاهين قول اردو په قومندانۍ کي رامنځته سوې ده.

    د شاهين قول اردو وياند عبدالقاهر ارام د پېښې پخلی کړی، خو په دې اړه يې د جزئياتو له ورکولو ډډه کړې ده.

    د بريد پړه تر دې مهاله چا پر غاړه نه ده اخيستې.

    چارواکو ويلي چي په ځوابي ډزو کي افغان سرتېری هم وژل سوی دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی