په ژوندی پڼه خپرونه
    نن د کابل او نوي ډیلي ترمنځ تجارتي هوايي دهلېز پیلېږي

    نن د کابل او نوي ډیلي ترمنځ تجارتي هوايي دهلېز پیلېږي

    © REUTERS/ Hamid Sayedi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6210

    په کابل کې د هند سفیر وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځانګړي هوايي دهلېز د جوړولو موخه د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

    نن یکشنبه د هند او افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد د ځانګړو پروازونو لړۍ پیلېږي.

    په کابل کې د هند سفیر من پریت وهوورا په وینا، د دواړو هېوادونو د تجارتي مالونو د لېږد رالېږد لپاره له اریانا هوايي شرکت سره هوکړه لیک لاسلیک سوی دی.

    هغه زیاته کړه، چې په دې توګه به سوداګریز توکي په کم وخت کې له یوه بل هېواد ته لېږدول کېږي.

    د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ځانګړي هوايي دهلېز له فعالېدو سره به افغانستان په لنډ وخت کې او چټکتیا هند ته د خپلو تجارتي موادو د صادرولو او د هند د تجارتي مالونو د واردولو بدیله لار پیدا کړي.

    د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګوپال بګلاو ویلي، چې د پروازونو د شمېر پرېکړه لا نه ده سوې، خو په لومړي سر کې ښايي په دوو اونیو کې یو یا په میاشت کې یو پرواز تر سره سي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    د «طالبانو» يو شمیر غړي په کابل کې د ورستيو بريدونو په تړاو نيول شوي دي
    «اسلامي دولت» د کابل په يوه جومات کې د چاودنې مسئوليت پر غاړه اخستی
    کابل د میترو خاوند کېږي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی