په ژوندی پڼه خپرونه
    سرچینه: پکتیا كې دوه بريد كوونكي لا مقاومت كوي

    سرچینه: پکتیا كې دوه بريد كوونكي لا مقاومت كوي

    © REUTERS/ Omar Sobhani
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 62 0 0

    د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان ویلي چې امنيتي ځواكونو پنځه بريد كوونكي هم وژلي، يو يا دوه تنه لا مقاومت كوي.

    د یاد زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد زیاته كړى، چې تراوسه پنځه پوليس وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.

    نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې يوه ډله ځانمرګو بريد كوونكو په پكتيا ولايت كې پر ۳۰۳ سپين غر زون قوماندانۍ، امنيه قوماندانۍ او د پوليسو د چټك غبرګون پر قطعې بريد كړى دى.

    لومړى د دغو درېيو امنيتي مركزونو پر ګډ قراول موټر بم ځانمرګى بريد شوى او وروسته وسله وال ځانمرګي بريد كوونكي د ودانيو داخل ته ننوتلي دي.

    د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى او لسګونو پوليسو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی